janat malandi

په ګروهه مو ملنډې مه وهئ

په هر مومن لازمه ده چې په ټول قران ایمان ولري، په قرانکریم د جنت او دجنت د نعمتونو یادونه په تفصیل سره شوي ده، حورې او دجنت بیبیانې دجنت له لویو نعمتونو نه دي، او په قرانکریم کې دهغو تفصیلي یادونه شوې ده او دهغوی صفتونه او ښکلا هم بیان شوې ده .

لاندي مې هغه ایتونه را یو ځای کړې دي چې په هغو کې د حورو یادونه شوې ده : 

• كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ{54} (سورة الدخان). ژباړه: او داراز هغوی ته به دښایسته سترګو حورې په نکاح کړو. 

• مُتَّكِئِينَ عَلَى سُرُرٍ مَّصْفُوفَةٍ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ {20} (سورة الطور)، ژباړه: او هغوی به په صف صف تختونو تکیې وهلې وي، او هغوی ته به دښایسته سترګو حورې په نکاح کړو.

• فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ{56} (سورة الرحمن )، ژباړه په دوی کې نظر ښکته اچوونکې دي له دې مخکي انسان او پیري لاس نده ور وړی. 

• وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ{48} كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَّكْنُونٌ {49} (سورة الصافات )، ژباړه: له دوی سره به د ښایسته حورې وي چې سترګې به یې ښکته وي. 

• حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ{72} (سورة الرحمن)، ژباړه: هغه حورې به په خیمو کې وي. 

• فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَاراً{36} عُرُباً أَتْرَاباً{37} لِّأَصْحَابِ الْيَمِينِ{38} (سورة الواقعة )، ژباړه: هغوی به موږ پیغلې وګرځوو، ….. د شې لاس والو له پاره . 

• وَحُورٌ عِينٌ{22} كَأَمْثَالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ{23} جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ{24} (سورة الواقعة)، ژباړه: او دښایسته سترګو حورې، لکه د خوندي ملغلرو په څیر، دابه د دوی دعملونو بدله وي. 

• إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازاً{31} حَدَائِقَ وَأَعْنَاباً{32} وَكَوَاعِبَ أَتْرَاباً{33} (سورة النبأ )، ژباړه: بې شکه د متقیانو له پاره به ډاګونه وي، باغونه او انګور به وي او همځولې نوې پیغلې به وي. 

• …. وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ {25} سورة البقرة .ژباړه: په دې جنت کې به د دوی پاکې ښځې وي او دوی به هلته تل وي. 

زموږ د عقایدو په کتابونو کې د (والجنة حق) عقیده ډیره روښانه او واضحه بیان شوې ده ، مومنان په دې ګروهه دي چې جنت او دجنت نعمتونه حق دي، د نیک عمله مومنانو له پاره جنت ده او دجنت نعمتونه . دا زموږ عقیده ده او موږ په دي ګروهه باور لرو .

اوس راځم دې خبرې ته چې د جنت د حورو موضوع نن سبا غربځپلیو زانیانو او د ایډز لعنتیانو یوه ټوکه ګرځولې ده سره له دې چې په دوی کې ځیني د مسلماني دعوه هم لري او داسلام یوه عقیده ټوکه او مسخره ګرځول او په هغه پوري استهزاء د ټول امت د علماو په نزد کفري او ایمان له منځه وړونکی عمل ده، په دوی کې ډیری کموسنت زاده ګان ټول ژوند په فحاشي کې لوی شوي او لاهم فحاشي او زنا د دوی ورځنی معمول ده، دوی په کومو سترګو د مسلمانانو په ګروهو مسخرې او ملنډي وهي.

دوی زموږ پاکې ټولنې ته پریمانه بد مرغئ راوړې دي، دوی زموږ په منځ کې بیحایي او بي شرمي زیاته کړې ده، دوی ترموږه د لویدیځ لوی لعنت ایډز رارسولی ده دوی حق نه لري زموږ پر ګروهه او مقدساتو ملنډې ووهي.

دوی د یوه داسي تمدن په سیمه کې روزل شوې دي چې هلته فحش، زنا او ډول ډول بیحایي قانوني خوندیتوب لري. او زموږ ټولنه ټاکلي اخلاق او معلومه ژوند لاره لري دوی باید زموږ پر ګرهه ملنډې ونه وهي. 

له دوی مو ګیله نشته دوی هغه خلک نه دي چې زموږ په هیواد کې به راسره پاته شي دوی دلته ډالري سیلاب راوړې دي او کله چې د ډالرو بارانونه ودریږې دوی به بیرته اروپا ته ځي، ګیله مو له هغه چا ده چې هغوی ژمن او متعد مسلمانان دي هغوی هم دلویدیزځپلیو خبرې بدرګه کوي، متاسفانه د سیاست دمعلوم اړخ پلوي هغوی هم داسي ناسمو خبرو ته مجبوروي، ګیله او غوسه مي دواړه ځکه سره یوځای شول چې نن مي د یوه سم سړي په خبرو کې د مسلماني په عقیده پورې تمسخر او ملنډه ولیدله، دا وروڼه باید پوه شي چې سیاستونه ډیر ژر بدلیږې سیاسي فضاوې هره ورځ مختلفې وریځې نیسي، دیوه معلوم سیاست په دومره افراط سره پلوي چې دمسلماني عقیده په کې متضرره شي دهیڅ عاقل کار نده، مسلماني او دمسلماني عقاید تر اخرته زموږ مله دي. دا ګران بیه متاع په بدلیدونکو مهالیزو سیاستونو پوري مه تړئ . 

او د لویدیځ زانیانو ته زما دسختو الفاظو کارونه د یوه مومن د زړه درد او پخپله ګروهه ژړا ده، که څوک وایې په واز کومي دومره بدې خبرې بیخونده کار ده زه وایم دا مو حق ده ، قرانکریم مظلوم ته اجازه ورکړې ده چې هغه کولی شي ظالم ته په ډانګ پېیلې بدې خبرې وکړي، لایحب الله الجهر بالسوء من القول الا من ظلم.

د مسلمانو په ګروهه ملنډې د لویدیځوالو او د هغوی دمیډیا ورځنۍ بوختیاده او دا نن سبا یې چې موږ دهغوی له غیرقانوني زامنو اورو دادهغو منظمو پلانونو او پروګرامونو انګازې دي چې دوی یې زموږ په غوږونو کې راشرنګوي او زموږ تشذهنه ځوانان ګمراه کوي، نو له هغو سره دسلیقيي بحثونو ترڅنګ کله کله دهغوی په اسلوب… دهغوی پوهول هم په کار دي.

  نعمان منلی . کالم: نښتر.  نن ټکی اسیا 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د