د باټو توريالی

عرفان الله عرفاني
د عربي ادب له(نفحة الیمن کتاب) څخه

( هيثم بن ربيع ) د وينا د ډېر ښه استعداد درلودونکی خو سخت دورغجن او بزدله انسان وو.

ده سره يوه توره وه چې د مرګ لاړې يې نوم پرې ايښی وو .

دا يوه داسې توره وه چې له لرګي سره يې څه ډېر فرق نه کېده.

هيثم وايي: يوه ورځ مې چې يوه هوسۍ وليده نو د غشي وار مې پرې وکړ، چې ګورم هوسۍ زما د غشي له وار څخه خطاء شوه، غشی بيا هم پسې روان وو خو هوسۍ بيا هم ترې بچ شوه. غشي هوسۍ ترهغه پرېنښوده چې تر څو يې پر زمکه را ونه پرځوله.

د هيثم يو همسايه کيسه کوي: يوه شپه د (هيثم) کورته يو سپی راغی، ده فکر وکړ لکه چې غل راغلی دی، سمدستي يې توره له تېکي و وېسته او د کور منځ کې ودرېد، آواز يې وکړ: ای پر موږ غولېدنکيه انسانه! ته چې زموږ کور ته راغلی يې دا خو ډېره بده خبره ده، قسم چې کومه لاره تا ځان ته غوره کړې په هغې کې دې خير نشته. مال ډېر کم دی، خو توره ډېره درنه او تېره ده. له کوره ووځه دا به درته بهتره وي مخکې له دې چې زه سزا درکړم.او که مې د قيس قبيله را و غوښته بيا به ورته ټينګ نشې، قسم چې هغه دومره لويه قبيله ده که ستا مقابلې ته راشي نو ميدان به له آسونو او پياده خلکو ډک شي. ده لا خپل تهديدونه ورته نه وو خلاص کړي سپی له کوره و وت. هيثم چې پوه شو چې کور ته ورغلی موجود سپی وو نه سړی، نو ورته ويې ويل: ثنا او صفت دی هغه ذات لره چې له تا يې سپی جوړ کړ او مونږ يې ستا له جنګه وساتلو.

تبصره: انسان بايدد باټې وهونکو خلکو په لاپو شاپو تېر نه ووځي. ډېر خلک داسې دي چې په لاپو شاپو غرونه اړوي او د خپلو خيالي مېړانو حيرانوونکي نکلونه کوي، خو د حقيقي تورې او اقدام په وخت کې بيا يوازې تشې فلسفې غږوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.