د نوروز په هکله شرعي احکام او څه نوري خبري

عبدالمالک همت

مسلمانان خپل ځانګړي اخترونه لري، چي لوى اختر، کوچنى اختر او د جمعو ورځي دي. له دغو پرته د نورو پخوانيو او اوسنيو کفارو د زړو او نووو رامنځ ته کړو او مبتدعه اخترونو لمانځل، لګښتونه پر کول او غونډي او محفلونه پر جوړول روايښت نه لري. لوى څښتن فرمايي : وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا[الفرقان :72]

     ژباړه: ( او د رحمان بنده ګان هغه دي ) چي د درواغو شاهدي نه وايي او که پر کومه بابېزه چاره ورسي نو د شريفو انسانانو غوندي ورڅخه تېريږي.

     يوشمېرعلما او مفسرين وايي چي د (لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ) څخه مطلب دادى د رحمان بنده ګان هغه دي چي د مشرکينو په اخترونواو مېلو، د درواغواو فسق او فساد او لهو لعب په مجلسونو او په بې ځايه جاهلانه رسومواو افعالو کي ګډون نه کوي. وګورئ په القرطبي تفسير او البحر المحيط تفسير کي د پورتني آيت په اړه څرګندوني.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحيح حديث:

عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا ، فَقَالَ : مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ ؟ قَالُوا : كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِي الْجَاهِلِيَّةِ . فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا : يَوْمَ الْأَضْحَى ، وَيَوْمَ الْفِطْرِ.

     ژباړه:  حضرت انس رضي الله عنه وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم چي له مکې مکرمې څخه د هجرت پر مهال مدينې منورې ته ورسېدى، د مدينې خلکو دوه اختره درلوده چي په هغو کي يې ساعت تېري او لوبي کولې. رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل: « دغه کومي ورځي دي؟ ». ورته ويې ويل: دا هغه ورځي دي چي موږ د جاهليت په وخت کي لوبي پکښي کولې. هغه وفرمايل: « لوى څښتن د دې ورځو په بدل کي تاسي ته تر دې ښې ورځي در کړي دي چي يوه د لوى اختر ورځ ده او بله د کوچني اختر ورځ ده».أبوداود (۱۱۳۴) حديث، امام احمد ۳/ ۱۰۳، حاکم ۱/ ۴۳۴اونسائي (۱۵۵۶) حديث.

د يادوني وړ ده چي دغه حديث شيخ الاسلام ابن تيميه په  “اقتضاء الصرط المستقيم مخالفة أصحاب الجحيم”، ابن القيم په “أحكام أهل الذمة” اوعلامه الباني په السلسلة الاحاديث الصحيحة کي صحيح بللى دى.

     که څه هم په پورته حديث کي دغه ورځي په نومونو نه دي ښوول سوي، خو ستروعلماوو، لکه د هرات لوی او نامتو عالم حضرت ملاعلي قاري رحمه الله او نورو ويلي دي چي دغه ورځي نوروز او مهرګان وې.

په هر صورت دغه ورځي (د جاهليت اخترونه) د رسول صلی الله عليه وسلم  په وينا په قطعي توګه او د تل لپاره لغو سوي او رد سوي دي. البته که د رسول صلی الله عليه وسلم  لخوا د هغو لمانځل نه واى منع سوي، نو خامخا به پر خپل حال پاته واى. خو لکه چي څرګنده ده دغه اخترونه نه بيا د رسول صلی الله عليه وسلم په وختو کي لمانځل سوي دي، نه د راشده خلفاوو او نه د تابعينو په وختو کي.  پر دې بنسټ ديني عالمانو د نوروز جشن جاهلي او د مجوسو ( اور پالو) جشن بللى دى او څوک چي هغه لمانځي د مجوسو سره مشابه ګڼل کيږي او تاسي پوهېږئ چي رسول صلی الله عليه وسلم د کفارو سره د مسلمان ورته والى او مشابهت په کلکه غندلى اومنع کړى دى.  

     امام ذهبي رحمه الله په “التمسك بالسنن والتحذير من البدع” رساله کي ويلي دي: د ميلادي کال، خميس او نوروز جشنونو په لمانځلو کي د اهل ذمه وو سره ورته والى او ډېر ناوړه بدعت دى. که يې کوم مسلمان د تدين له مخي ولمانځي نو دا جهالت دى بايد سرزنش او وپوهول سي. که يې د اهل ذمه وو د دوستۍ او د هغو په اخترونو کي د خوشالۍ له مخي لمانځي دا هم ناوړه کار دى. او که يې د ځان، کورنۍ او کوچنيانو د ساعت تېري لپاره لمانځي دا هم سم کار نه دى.

بيهقي په صحيحو اسنادو د مشرکينو د اختر په ورځو کي د هغو کليساووته د ننوتلو او د دوى د نوروز په لمانځلو کي د ګډون د کراهيت او بد ګڼلو په باب له عطاء بن دينار څخه د حضرت عمر (رض) دا قول روايت کړى دى چي فرمايي: لا تعلموا رطانة الأعاجم ، ولا تدخلوا على المشركين في كنائسهم يوم عيدهم فإن السخط يتنزل عليهم .

     ژباړه : تاسي د عجمو ژبي مه زده کوئ او د مشرکينو د اختر په ورځ د هغو کليساګانو ته مه ننوزئ، ځکه چي پر دوى د خداى قهر نازليږي.

     نو چي حضرت عمر رضي الله عنه وايي چي د مشرکينو د اختر په ورځ د هغو کليساوو ته مه داخلېږئ، د هغو د اختر لمانځل به څنګه وي.

حضرت عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وايي: من مر ببلاد الأعاجم فصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشبه بهم حتى يموت وهو كذلك ، حشر معهم يوم القيامة.

     ژباړه: څوک چي د عجمو ښارونو ته ولاړ سي او نوروز او مهرګان اخترونه يې ولمانځي او هغو ته ورته سي او د مړيني تر وخته دغسي وي، د قيامت په ورځ به د هغو سره را پاڅي. مصنف عبد الرزاق (۹۰۶۱) حديث  اوالسنن الكبرى للبيهقي (۹/۴۳۲) حديث. ابن تيمية د الاقتضاء نومي کتاب په(۱/۷۵۴) مخ کي دغه حديث صحيح بللى دى.

     امام بخاري رحمه الله په تاريخ الکبير کي راوړي چي ايوب بن ديناروايي چي : حضرت علي د نوروز هديه نه منل.    

     په يوه بل روايت کي راغلي دي چي يو سړى حضرت علي بن ابي طالب رضي الله عنه ته ورغى او ورته ويې ويل: اى أمير المؤمنينه دا سوغات دى. هغه ورته وويل د څه شي سوغات دى؟  ورته ويې ويل : نن د نوروز ورځ ده. حضرت علي وفرمايل : فاصنعوا كل يوم فيروزا ، (بالفاء) څنګه چي حضرت علي د مشرکينو سره ان په نامه کي په ورته والي نه وو خوښ، نو د نوروز نامه ته يې بدلون ورکړ او فيروز يې کړ، څو مشابهت او مشارکت له منځه ولاړ سي او نوروز يوه داسي عادي ورځ سي چي هيڅ ونه لمانځل سي. أخرجه البيهقي في السنن الكبرى (۹/۵۳۲).

     دغه راز د امام ابو حنيفه رحمه الله لمسي اسماعيل بن حماد ویلی دي چی د امام ابوحنیفه رحمه الله نیکه د نوروز په ورځ حضرت علی کرم الله وجهه ته ( د هغې ورځې له دود سره سم ) فالوده وړاندې کړېوه او حضرت علی کرم الله وجهه هغه ته په مننې سره ویلی وه چی : زموږ هره ورځ نوروز دى. يعني دغه نوروز څه ارزښت او اعتبار نه لري.

د اهل سنتو ټول علما اوفقها پردې په يوه خوله دي چي د کفارو سره مشابهت او د هغو په اخترونو؛ لکه نوروز او نورو کي ګډون حرام او ډېر ستر معصيت دى. ان ځيني تر دې لا ورتېريږي. لکه چي له حنفيانو څخه أبو حفص الکبير رحمه الله وايي: څوک چي په نوروز کوم مشرک ته يوه معمولي غوندي تحفه مثلاً يوه هګۍ د دغي ورځي د تعظيم په موخه ورکړي کافر به سي او ټول عملونه به يې حبطه سي. دغه راز قاضي ابوالمحاسن الحسن بن منصور حنفي وايي: څوک چي په نوروز داسي يو شى رانيسي چي په بله ورځ يې نه رانيوى يا په دغه ورځ چاته د دغي ورځي د تعظيم په عقيده تحفه ورکړي کافر کيږي. مرقاة المفاتيح (٣/ ٥٤٣) مخ.

     خلاصه دا چي د اهل سنتو په نزد مسلمانانو ته د نوروز لمانځنه او په دغه مناسبت مېلمستيا وي او سوغاتونه منل يا ورکول جواز نه لري. والله أعلم .

بل دا د نوروز د ورځو لمانځل خو موږ پښتنو ته نه تاريخي ارزښت لري، نه ديني ارزښت باله سي او نه مدنيت. دا خو د پخوانيو فارسي مجوسي ګبرانو زاړه او له موډه لوېدلي مزخرفات دي. او بل که څه هم زموږ د هيواد ګوټ ګوټ ځانګړي ښکلاوي او هوايي لري، خو اوس د دغو پردي پالو او د کار او خدمت د وړتيا نه درلودونکو سيکولرو د واکمنۍ له شامته دهیواد ډېر ښارونه د وينو حمامونه، د جګړو ډګرونه او د تورو او سپېرو دوړو او خځلو او کثافاتو ډېرانونه ګرځېدلي دي، د بېلګې په توګه تاسي د هیواد مرګز، همدا د کابل ښار دريادوم وګورئ، چي هره خوايې څوني خځلي د قاذوراتو غارګډي، چټلي او له خټو او لايه ډکي کوځې او لښتي، کنډ او کپر سړکان، تر يو ډول تورو او عوړو دوړو لاندي ناجوګان او وني، په سمېټي دېوالونو بدرنګه سوي ودانۍ او نيول سوی لاري، کوڅې ، درې ګزیان او سړکان، ډېر ځايونه خرورونه، خرورونه خاوري او امبار او چي اورښت وسي هره خوا د يو ډول تورو لوشو ډنډونه او د قاذوراتو او کثافاتو زړه بدوونکی او سږمې سوځونکي بويونه وي. نو په دغسي ځايونو او احوالو کي د نوروز يا نوری مېلې لمانځل څه خوند کوي؟ لږ څه شرم خو په کار دی! لږ تر لږه له دغو امريکايانو څخه خو بايد وشرميږو؟! هغوی به راته اريان سي، چي دا افغانان وګوره چي په دې بې واکۍ، مردارۍ او مفلسۍ کي داسي خوشاله دي او په غم کي مستانه ګرځي؟!  

البته که بيا هم ځيني کسان د نوروز لمانځل د افغانستان تاريخي او فرهنګی دود بولي او هرو مرو يې لمانځي، نو راځئ لومړی دا افغانستان د ځان کړو، زموږ د خپلو ځانونو او فرهنګ واک د ځان کړو، د امريکايي پوځونو په نيواک کي دا د سپي ترلکۍ لاندي ټيټ ژوند ته د پای ټکی کښېږدو، دا د ريشخند او غلا غديو حکومت په يوه سم، ځواکمن او د سياله سره سيال حکومت کړو، دا هره ورځ چي مو په کابل او نورو ښارونو کي په خولو په لپو لپو ميکروبي دوړي ننوزي او ستوني، سږي او روغتيا ته مو خطرناک تاوان رسويي، دا تر هرڅه دمخه ليري کړو د کورونوو، کوڅو او ښارونو چټلۍ مو ايسته کړو او …. بيانو که مېلې کوو ، که هر څه کوو راسره ښايي. اوس چي د خوارو پټاټو من په ۳۰۰ افغانۍ دی، د بېکارانو، پوډريانو او نالوستو لښکر مو ورځ تر بلي زياتيږي او د هيواد واک مو يو څه د امريکايانو او يو څه د طالبانو په لاس کي دی او موږ په دې منځ کي لکه د قربانۍ پسونه د انتظار په حالت کي يو چي کله به مو د کشتار نوبت ورسيږي او بيا وایو چي نه نوروز زموږ ملي، تاريخي دود دی او هرمرو يې لمانځو، سبحان الله !

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.