غزل/ مسلم يار افغان

مسلم يار افغان
ستړی جهانه څنګه ستړی دي کړم

نامهربانه څنګه ستړی دي کړم

پوره مي نشوه درکې هیله یوه

نیمی ارمانه څنګه ستړی دي کړم

بس ته یې لوبې په بې وسوکوي

الحذر ستانه څنګه ستړی دي کړم

دااوښکي څنګه کړي پرځان میني

څیري ګریوانه څنګه ستړی دي کړم

له یودیدن نه دي کیمیاجوړه شوه

زماجانانه څنګه ستړی دي کړم

دخوشحالیوپسرلی دي څه کړ

سپیره خزانه څنګه ستړی دي کړم

مامسلم یارنه دي هرڅه ورک کړي

شومه بې ځانه څنګه ستړی دي کړم



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.