افغانستان

فاریاب کې د سختې جګړې په تړاو د طالبانو او امنیتي چارواکو څرګندونې

نن ټکی آسیا: له فاریاب ولایت څخه مو د طالبانو او پولیسو ترمنځ د سختې جګړې او ښکېلو غاړو ته پکې د تلفاتو د اوښتلو خبر ترلاسه کړ.
حکومتي چارواکي وايي، طالبانو نن سهار د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د لویو لارو د ساتنې د پولیسو پر پوستو سخته حمله او تر ناوخته جګړه کړې.

طالبانو او سیمه ییزو امنیتي چارواکو د پېښي د ځای – ځایګي او تلفاتو په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکړي.
 د قیصار ولسوال عبدالجمیل صدیقي پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې طالبانو د دوابې په سېمه کې پر پوستو بریدونه کړي او په پایله کې يې شپږ پولیس ووژل او څلور نور ژوبل کړل.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال هم تایید کړه، چې طالبانو ترې څو پوستې نیولي، خو د مرګ-ژوبلې د کره شمېرې په باب یې له څه ویلو ډډه وکړه.
بل خوا طالبانو په خپله ویب پاڼه (شهامت) کې خبر ورکړی، چې تېره شپه ناوخته یې د فاریاب ولایت د چهلګزي ولسوالۍ د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي.
ویب پاڼه د خپل رسمي ویاند قاري محمد یوسف احمدي له خولې لیکي، چې جګړې تر اوږدې مودې دوام لاره، چې په ترڅ کې يې اته پولیس وژلي ، درې ټپیان کړي او یوه پوسته یې تر نیولو وروسته په بشپړه توګه له منځه وړې.
نوموړي زیاتوي،چې په برید کې د پولیسو شپږ مېله وسله، یو راکیټ، یوه پیکا او یوه توپانچه هم د دوی لاس ته ورغلي.
طالبان منلې، چې په دې جګړه کې یې خپل دوه ملګري له لاسه ورکړي او درې نور يې ټپیان شوي هم دي.
د یادونې وړ ده چې حکومتي چارواکو د طالبانو د تلفاتو په اړه هېڅ نه دي ویلي او د دواړو لوریو په خبرونه کې د جګړې وخت او سېمې بیلابېلي ښودل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x