“یزید باڼه”

فکرمل طالب

دا خمار خمار کاته
دا رنځور لېونی زه

دا زما خوارکئ برخه
او دا ستا نازکه خوله
دی ګیلاس دسپینو زرو
دنګه غاړه دې او ته؟

له فارس سره سیالي که
ستا نړئ دګرېوانه

هر ګوګل درته حُسین
دي یزید دا ستا باڼه

ستا غزل غزل ځواني
فکرمل ولي په زړه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.