رنګونه او ماشومان

ژباړه : عطا محمد میاخېل

رنګونه د ماشومتوب دورې ځلانده او رڼه برخه ده، د ماشومانو ټول رنګونه خوښېږي او هغو ته چټک ځواب ورکوي، خو د هغوی ځواب د لویانو له غبرګون سره توپیر لري . که چېرې تاسو له ماشومانو سره په اړیکه کې یاستئ، باید رنګ ستاسو یو له دوستانو څخه وي، مګر تاسو اړتیا لرئ، چې د رنګونو له ژبې څخه په سمه توګه ګټه واخلئ . ماشومان د رنګونو له تنوع څخه ډېره کمه ګټه اخلي او دا تنوع د وخت په تېرېدو کله چې سترېږي، نو پراختیا مومي .

رنګ لومړنی هویت دی، چې ماشومان یې تشخصیوي . موږ ټولو اورېدلي، چې ماشومان سپین او تور رنګونه درک کوي . ځوان والدین تر ډېره د ماشومانو د ساتنې کوټه سپینه او توره رنګوي او د هغوی له پاره د لوبو تور او سپین وسایل اخلي، خو له شپږ اوونیو څخه تر دوو میاشتو په واټن کې د ماشومانو په وضعیت کې بنسټیز بدلون را منځته کېږي .

په پیل کې ماشومان د سور رنګ تشخیصول پیلوي او وروسته نور رنګونه په ځانګړې توګه ژېړ رنګ تشخیصوي . کوچني ماشومان د روښانه رنګونو په لور جذبېږي، ډېرې زیاتې پوهنتوني څېړنې ښیي، عمر د ماشومانو سلیقې ته بدلون ورکوي . له لسو څخه د ټیټ عمر لرونکي ډېر ماشومان سور او ژېړ رنګ خپل د خوښې وړ رنګونو په توګه معرفي کوي، خو په ودې او له لسو څخه یې چې عمر لوړېږي، هغوی لږ لږ آبي رنګ ته لومړیتوب ورکوي . وینو چې دا موضوع د ودې له پړاو سره د ماشوم د احساساتو په وسیله د وړتیاوو ښکاره کېدلو او د بېلابېلو تګلارو په درک او موندلو سره په اړیکه کې دی .

د رنګونو لومړیتوب له جنسیت سره نیږدې اړیکې لري . څېړنې ښیي، چې تر ډېره کوچنۍ نجونې سور او بنفش رنګ ته لومړیتوب ورکوي او کوچني هلکان د نجونو په پرتله تور او خړ رنګ ډېر خوښوي . هغه پوښتنه چې را منځته کېږي داده، چې آیا سلیقه طبیعي ده او که اکتسابي ؟ آیا لویان کوچني هلکان او کوچنۍ نجونې په دې باندې روږدي کوي، چې ټاکلې سلیقه وټاکي، جامې او د خپلو لوبو وسایلو خوښ کړي یا په طبیعي توګه هغوی دې ډول سلیقې ته لېواله دي ؟ دې پوښتنې ته ځواب ورکول ډېر سخت کار نه دی، خو تر ډېره داسې ښکاري، چې رنګي سلیقه طبیعي وي، خو دې پوښتنې ته باید په راتلونکې کې ځواب وویل شي .

آیا ستاسو په اند د ناوکۍ جوړونې کارخونې مسؤولین په ماشومانو کې د رنګونو د ارواپوهنې په اړه په کوم څه پوهېږي ؟ که چېرې یوه ورځ د لوبو د وسایلو پلورنې د پلورنځیو شاوخوا ته قدم ووهئ، نو وبه ګورئ، چې هغوی په بشپړه توګه د ماشومانو له رنګي سلیقو څخه خبر دي او د ماشومانو د پام را اړولو له پاره، په ښه توګه له رنګونو څخه ګټه اخلي او خپل تولیدات په هغوی باندې پلوري، د رنګونو په مرسته په خپلو سوداګریزو توکو باندې د سوداګریزو نښو نښلولو په واسطه د ځان له پاره ښه راتلونکې را منځته کوي .

کار خونه لرونکي هره ورځ د رنګونو په مرسته له جذابو او ځلانده بسته بندیو څخه ګټه اخلي، ترڅو وکولای شي، ماشومان د غوره مشتریانو په توګه له لاسه ورنکړي . ځینې والدین په دې باور دي، چې کارخونه لرونکي، د خپلې ګټې له پاره، په بد بینانه توګه د ماشومانو له احساساتو څخه ګټه اخلي، خو په یاد ولرئ، چې رنګونه په ځلونو ستاسو په ماشومانو کې د غوره او مثبتو فعالیتونو د ترسره کېدو له پاره د انګېزې د رامنځته کېدو سبب شوي . رنګونه د ماشومانو د خوځښت له پاره مناسب اسباب دي، له دې اسبابو څخه په بېلابېلو تګلارو ګټه اخیستل کېږي او توپیري پایلې ورسره مل دي . یوازې دا پلورنکي او کارخونه لرونکي نه دي، چې د ماشومانو د خوښې وړ رنګونو څخه ګټه واخلي، بلکې تاسو هم کولای شئ د نوي نسل د روزنې او هغوی ته د انګېزې ورکولو له پاره له هغو څخه ګټه واخلئ  .

ماشومان او د رنګونو ژبه :   

اجازه راکړئ، وګورو چې ماشومان څنګه له رنګونو سره آشنا کېږي . هغوی دا زده کوي، مخکې تر دې چې د رنګونو په نومونو پوه شي تشخیص یې کړي . مخکې تر دې چې وتوانېږي ووایي، سور، ژېړ یا شین، په سمه توګه شیان ښکاروي . ماشومان د رنګونو نومونه دوه تر پنځه کلنۍ پورې زده کوي . نجونې معمولاً د هلکانو په پرتله د رنګونو نومونه ژر زده کوي، البته ټول هلکان د عصبي سیستم وضعیت په پام سره، د یو بل په پرتله د ودې توپیري پړاو ترسره کوي . که چېرې غواړئ، چې له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، ترڅو رنګونه تشخیص کړي، نو هڅه وکړئ، چې رنګونه د هغو د اړوندو څیزونو په مرسته ور زده کړئ . دلته د یوه ماشوم د درک له پاره، څو ډوله رنګي اړیکې او تړاو راوړل شوی دی :

ژېړ : ام، لیمو، لمر .

سور : مڼه او د ګلاب ګل .

آبي : سمندر، آسمان .

شین : سبزیانې او پاڼې .

خړ : فیل .

قهوه یي : ایږه او د ونې پوستکی .

څېړونکي د بېلګې په توګه ښکاروي : کله چې تاسو یوه ماشوم ته آبي مڼه ور ښکاره کوئ او له هغه څخه پوښتنه کوئ، چې دا څه شی دی، نو ډېر وخت ته اړتیا ده، ترڅو ماشوم یې تشخیص کړي، په ډاډ سره ویلی شم، که چېرې تاسو له خپل کوچني ماشوم سره په اړیکه واوسئ، نو په غوره توګه پوهېږئ، چې څه پېښېدای شي . د بېلګې په توګه ښایي آبي مڼه د هغوی له پاره خوندوره او خندونکې تر سترګو شي، دا موضوع د دې سبب ګرځي، چې د خندونکو مسایلو په وړاندې د ماشوم د خندا حس  وده وکړي .

کله چې ماشوم رنګونه او د هغو نومونه زده کوي، دا امر له هغه سره مرسته کوي، ترڅو نوي څیزونه زده کړي . والدین تل غواړي، چې خپل ماشومان د بېخطره تګلارو په مرسته وروزي . موږ دې ته متوجه شوي یو، له رنګونو څخه په ګټه اخیستنې، په مشخصو پیغامونو ټینګار، ماشومانو سره مرسته کوي، تر څو په یاد ولري، چې د انسانانو سترګې د تور او ژېړ رنګ ترکیب ته خاصه پاملرنه کوي او نا خبره مغز یې د خطر د نښې په توګه یې درک کوي .

تاسو کولای شئ، له دې رنګونو څخه د هغو څیزونو د مشخص کولو له پاره، چې نه غواړئ، ماشومانو ورسره لوبې وکړي، ګټه واخلئ، حتی کېدای شي، تاسو د کور ځینې برخې، لکه پوړۍ او د ځمکې لاندې، چې ماشومان د خطر له امله نباید هلته ورشي، په دې رنګونو نښه کړئ .

کله چې ستاسو ماشوم سترېږي، نو کولای شئ، له رنګونو څخه د هغه د روزنې له پاره کار واخلئ . څېړنې ښیي، بې پامه ماشومان کله چې په رنګونو سره تحریکېږي، په غوره توګه خپلې ستونزې حل کوي . د دې ماشومانو پرمختګ، له هغه وخت څخه ډېر دی، کوم چې له درملو څخه د درملنې له پاره ګټه اخیستل کېږي . دا په دې مانا ده، چې په ځینو مواردو کې رنګونه کولای شي، د درملو په توګه وکارول شي، دغه راز رنګ کولای شي، چې په خوړو کې د جذابیت په رامنځته کېدو کې وکارول شي . که چېرې ماشوم د ځینو تکراري خوړو له خوړلو سره مینه او لېوالتیا نه لري، نو کولای شئ، د خپلو خوړو د جذابیت له پاره له طبیعي رنګونو څخه ګټه واخلئ .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.