
اریانا تلویزون په طالبانو د نجونو د اجباري نکاح تور پورې کړ
نن تکی آسیا (دوشنبه، کب ۳۰، ۱۳۹۵ل): د اریانا نیوز تلویزون په طالبانو تور پورې کړی چې په بدخشان ولایت کې یې د خلکو لوڼې په پیسو اخیستي او په زور یې پرې نکاح تړلې. نوموړی تلویزون ادعا کوي چې دا راپور یې د سیمې خلکو د څرګندونو پر اساس جوړ کړی.
خو د دې تلویزون په راپور کې دوه کسان، چې پوره څرګندونې يې نه دي خپرې شوي، پرته له دې چې د طالبانو نوم واخلي، د یو چا له ظلمونو شکایت کوي.
د نوموړو کسانو څرګندونې ځای پر ځای د خبریال لخوا قیچي شوي او تش شکایتونه یې خپاره شوي. دغه راز د دواړو کسانو په خبرو کې دا نه ده واضحه چې د کومې سیمې په اړه څرګندونې کوي.
د خلکو په څرګندونو باندې د ایډیټ چارې دا شکونه راټوکوي چې ښايي د سیمې اوسیدونکو له اربکیانو څخه شکایت کړی وي خو د اریانا تلویزون د اربکیانو نوم حذف او څرګندونې یې طالبانو ته منسوب کړي.
په راپور کې یو تن چې ویل کیږي درمحمد نومیږي او د یمګان ولسوالۍ اوسیدونکی دی، خبرې داسې شروع کوي:
«خطرناک کارونه کوي، د خلکو لوڼې د پنځوس زرو روپو په بدل کې خپل ځان ته…» او په همدې ځای کې یې خبره د تلویزون د خبریال لخوا قطع کیږي او پاتې خبره یې نه نشریږي.
یو بل تن چې د وردوج ولسوالۍ د اوسیدونکي په توګه معرفي کیږي، په راپور کې له راښکاره کیدو سره سم وايي:
«ظلم یې همدا دی چې د سیمې خلک ترې ډیر شکایتونه کوي، اوبه او ډوډۍ له غریب او بیچاره ولس څخه اخلي».
خو د اریانا تلویزون خبریال د خلکو د همدغو څرګندونو څخه مخکې او وروسته په ټینګار سره وايي چې د خلکو هدف طالبان دي، په داسې حال کې د دواړو کسانو په څرګندونو کې داسې څه نه تر سترګو کیږي چې طالبانو ته یې یاد ظلمونه منسوب کړي وي.
بدخشان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د نورو سیمو په څیر ولسي خلک یې د اربکیانو له ظلمونو او ځورونو سر ټکوي. تر دې وړاندې هم د اربکیانو د ظلمونو، غلا او اخلاقي فساد راپورونه ورکړل شوي چې ډیری وخت د هیواد په رسنیزه غوغا کې د اربکیانو کړنې د طالبانو په نامه تیریږي.