نادري ناولده

جرمني کې یوه افغان دوه نور افغانان ووژل

نن ټکی آسیا: نن د مبارکې جمعې په ورځ یوه اوه څلوېښت کلن افغان د جرمني د فرانفکورټ ښار په محکمه کې دوه تنه نور افغانان ووژل.
پېښه په محلي وخت نن د سهار په ۱۵ دقیقې کم نهه بجې رامنځته شوه. غبرګ وژل شوي کسان افغانان دي، چې یو یې ۴۵کلن او بل یې ۵۰ کلن وو.

د آلمان امنیتي چارواکي وايي، چې برید کوونکی او دواړه مقتولین په ۲۰۰۷ کال کې په فرانکفورټ ښار کې د قتل په یوه قضیه کې د څېړنو لپاره محکمې ته را بلل شوي ول.
ویل کېږي، چې دا درې واړه افغانان د محکمې اصلي ودانۍ ته تر ننوتلو وړاندې په خپل منځ کې په جګړه اوښتې. بیا برید کوونکی چې په ملا پورې یې وسله تړلې وه او هم یې په جیب کې چاقو پروت و، لومړی د خپلې وسلې په مټ لومړنی کس ځای پر ځای وواژه او بل یې هم په ډزو تر وېشتلو وروسته په چاقو وواهه، چې روغتون ته په لاره یې ساه ورکړه.
پولیس وايي، برید کوونکی یې له سېمي د تېښتي پر مهال نیولی او دا مهال ترې پوښتنې-ګرویږنې رواني دي.
د وژل شویو او بریدګر د کاروبار په اړه ویل کېږي، چې دوی درې واړه په جرمني کې د موټرو په سوداګرۍ بوخت ول.
پولیسو د پېښي د انګیزې او نورو جزیاتو په باب تر دې دمه نور څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x