
صلاح الدین رباني د خپل پلار تاریخ را ژوندی کړ
قاري حبیب
د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني تیره ورځ په یوه خبري ناسته کې له نوي امریکایي حکومت غوښتنه وکړه چې افغانستان ته نور امریکایي ټوپکوال هم راولیږي تر څو دده په خبره د ترهګرۍ خلاف جنګ سم په لمبو شي.
صلاح الدین رباني چې څو ورځې بعد به امریکا ته سفر کوي تر څو د ترهګرۍ(!) ضد هیوادونو د ائتلاف د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي امریکا ته له تګ وړاندې یې یوې خبرې ناستې ته وویل چې نوموړی د افغانستان د جګړې په اړه د جنرال نیکولسن طرح تائیدوي او دی هم له امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرامپ څخه غواړي چې افغانستان ته نور تازه دمي امریکایي عسکر راولیږي.
د صلاح الدین رباني پلار برهان الدین رباني د خپلې دې خبرې له امله ضرب المثل و چې په افغانستان د امریکایي یرغل د پیل په شیبو کې یې د امریکا له ولسمشر جورج بوش څخه غوښتنه کړې وه چې په افغانستان دې ( غټ غټ بمونه) وغورځوي، ځکه د استاد رباني په فکر د امریکایي الوتکو کوچنیو بمونو سم تخریب نه شوای کولای.
شاید د برهان الدین په شان به صلاح الدین هم فکر کوي چې د امریکا موجود ټوپکوال ممکن د افغانانو په وژلو ستړي شوي وي او نور به د اضافه وینو تویولو توان ورسره نه وي. نو ځکه اړتیا ده چې د مظلومو افغانانو د کړولو،بمبارولو، وژلو او بندیانولو لپاره باید تازه دمي امریکایي قاتلان راولیږل شي، تر څو ددې مظلوم او بې چاره ملت د قتل او ځور برنامه په سمه توګه تدوام پیدا کړي.
د امریکا نوي حکومت تر اوسه د افغانستان د موضوع په اړه خپل مشخصه پالیسي نه ده اعلان کړې، رسنیز راپورونه وایي چې د ډونالډ ټرامپ اداره د افغانستان د موضوع په اړه لا هم په پلټنو او ارزونو بوخته ده. معلومه نه ده چې ډونالډ ټرامپ به د افغانستان په اړه څه ډول پالیسي اعلانوي. خو یو شمیر په جګړو مین اشخاص او په افغانستان کې د سولې دښمنان هڅه کوي د امریکا نوی حکومت افغانستان ته د اضافه عسکرو لیږلو ته ترغیب کړي تر څو دغه جګړه نوره هم اوږده او زیان اړوونکي شي.
په دې لړ کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن د امریکا سنا مجلس ته د وینا په مهال له ټرامپ ادارې غوښتنه وکړه چې افغانستان ته نور عسکر ولیږي. په داسې حال کې چې افغانستان ته د عسکرو د لیږلو یا نه لیږلو پریکړه د امریکايي حکومت تر اصلي قیادت پورې اړه لري صلاح الدین رباني د خپل پلرني خاصیت له امله د فضولي له دریځه په دې موضوع کې مداخله کړې او امریکایانو ته مشوره ورکوي چې افغانستان ته نور اشغالګر هم راواستوي.
عام افغانان او د چارو کتونکي په دې نظر دی چې د افغانستان د جګړې اصلي علت په دې هیواد کې د بهرنیو اشغالګرو شتون دی، که دا اشغال اوږدیږي یا اشغالګر زیاتیږي نو معنی یې داده چې جګړه اوږدیږي او د افغانستان د سولې او سوکالۍ ارمان په باد سپارل کیږي. نو ځکه په هیواد کې د اشغالګرو د ډیرښت غوښتنه د تاریخ او ملي قاموس په تعریف کې یوازې ملي خیانت او د نامردۍ اوج بلل کیدای شي.
یره دا د ځمکی په سره ځومر پست بی ضمیره انسانان شته ، د کافر خو نه ګیله نشته، هغه خو معاف دی، راشه مسلمان ته وګوره، د ده پلار کومه شل کړه چه دا دیوس بچی به یی شل کړی، د دوی پلرونه (ربانی سیاف، مجددی و امثالهم) په د ارمان که مړه یا مردار شول او دا نور چی ژوندی دی ټول د زړه په ناروغی اخته دی او که الله پاک کول دا نور یی هم ور پسی روان دی. زه وایم پریژده چه راشی د ددوی د مور میړونه، دنیا د ریشتنی مسلمانو نو د قرار… نور لوستل »
د رباني خبرو ته د فیسبوکي هیوادوالو غبرګون په لاندې اقتباساتو کې لوستلی شئ چې د رباني تر خبرو لاندې د فیسبوک له تبصرو اخیستل شوي دي فیسبوکیان ورته لیکي { ستا پلار هم له أمريکايانو غوښتې وه چي پر طالبانو لوی لوی بمونه واچوي } بل چا ورته ليکلې وه { خور دي ميړه نلري نو خود به أمريکايان را غواړي} بل چا ورته ليکلې وه { وو مور دي کونډه شوې ده نو د أمريکايانو را غوښتل ستا ضرورت دی} بل چا ورته ليکلې وه { چي په دا شپاڼس کاله کي مو وطن په جوړ کړ چي… نور لوستل »
مرگ دوی په زرها کرته په پست فطرته صلاح بوت یانو اودهغه په نورامثالو صلاح اوعبد دمسلمانو تاجیکانورنگه بده کره اوشرف داحمدزوخدای تعالایوداسی هلاکت درته لکه دغه مظلوم ملت ته موچه راوستلی دغه صلیب یانوسه وه نه کرل دغه ستاسی بی وژدانی ده چه صلیب یانوپه حاش خانی دلته جوری کری دی که تاقدرت لری نوتاسی ورشی سره ددغه بلی امنیت سره چه ده ستاسی دی اوبی ضمیره مشرانو بیا هم دغه درته وایم چه خدای تعالا خو مو دغه آخرت دسفیو وگرزوه………گگ
زمادروژه مای دتندی..استاد الحاج بیانزی صاحب ته بیااسلام علیگم ورحمت الله وبرکاته وایم الله ج.ددصحت په جاموکشی سره دخپل اهله پت لره زه چه دغه کوم کوچنی امل تاته لیکم ترسترگومی پرپر وشکی تویژی دبه زموژ آخرپای سه وی .داتش په نامه رهبران چه موژلروخداتعلاددوی خراب کری.وسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.