روزګان: په ترینکوټ کې طالبانو د ملي اردو قرارګاه نیولې

نن تکی آسیا (دوشنبه، کب ۳۰، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر خپل ټویټر پاڼه په نشر کړي خبر کې ویلي چې ددوی ځواکونو د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ملي اردو یوه قرارګاه ونیول او زیات شمېر وسلې یې غنیمت کړي او ګڼ شمېر عسکر په عملیاتو کې ووژل شول.

دفاع وزارت د طالبانو د عملیاتو پخلی کړی او ویلي چې د مرکز اړوند د خورما په سیمه کې د صمد په نامه پوځي قرارګاه تر برید لاندي راغلې خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

بل خوا د روزګان امنیه قومندان جنرال غلام فاروق سنګري رسنیو ته ویلي چې په جګړه کې د ملي اردو لس تنه عسکر ووژل شول او زیاته یې کړه چې په جګړه کې د طالبانو لوري ته هم درانده تلفات اوښتې دي.

نوموړي وویل چې تېره شپه طالبانو د مختلفو اړخونو څخه پر قرارګاه ډله ایز برید وکړ چې په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله واوښته.

سنګري د ټپیانو په اړه معلومات نه دي شریک کړي، خو ویلي چې د طالبانو په اړخ کې لس تنه هم مړه او ټپیان شوي دي.

هغه د قرارګاه د سقوط په اړه هیڅ نه دي ویلي.

بلخوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په اړخ کې د تلفاتو په اړه د څه ویلو څخه ډډه کړې خو د قرارګاه د سقوط د لنډ خبر ورکولو تر څنګ یې ویلي چې نور معلومات به وروسته خپاره کړي.

باید وویل شي چې روزګان ولایت په جنوبي ولایتونو کې تر هلمند وروسته دوهم ډېر نا امنه ولایت بلل کیږي چې د جګړې پر مهال د ملي اردو عسکر په کښي زیاته مرګ ژوبله ویني.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.