د تورخم دروازه پرانيستل شوه

نن تکی آسیا (دوشنبه، کب ۳۰، ۱۳۹۵ل): د پاکستان لومړی وزير نواز شريف وايي، د ښه ګاونډيتوب او روغ نيت له مخې يې افغانستان سره د تورخم دروازې د سمدستي پرانيستلو امر کړی دی.

پاکستان د تېرې فبرورۍ مياشتې په اوولسمه نېټه افغانستان سره ټولې دروازې او لارې تړلې وې.

د دروازو تړل کېدو سره د دواړو حکومتونو، سوداګرو او ولسي خلکو ته مليونونه ډالره زيان اوښتی دی.

د کرښې دواړو غاړو ته پنځه زره بار لارۍ ولاړې دي، چې تمه ده له نن وروسته د خپل منزل پر لور حرکت وکړي.

د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونۍ او د بلوچستان د سودارګرانو اتحاديې له پاکستانه غوښتنې کړې وې، چې افغانستان سره ټولې تړل شوې لارې پرانيزي.

سوداګرو ويلي و، چې د لارو تړل کېدو له امله د دواړو لوريو سوداګرو ميليونونه ډالره زيان اوښتی دی.

وړمه ورځ تورخم ته څېرمه لنډيکوتل سيمه کې ځايي قبايلي خلکو مظاهره کړې، چې حکومت دې تورخم پرانيزي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.