روزګان کې پوليس او زورواکان له هلکانو جنسي ګټې پورته کوي

نن تکی آسیا (دوشنبه، کب ۳۰، ۱۳۹۵ل):روزګان کې د بشري حقونو کميسيون ولايتي اداره وايي، چې د دغه ولايت پوليس او زورواکان د سيمې له ماشومانو ناوړه جنسي ګټې پورته کوي او په زوره يې په خپلو مرکزونو او پوستو کې ساتي.

روزګان کې د بشري حقونو د ولايتي کميسيون سرپرست عبدالشکو روستايي وايي، چې دغه ولايت کې بچه بازي يو ډول رواج ګرځېدلې او ډېری زورواکان او پوليس یې بده نه بولي.

عبدالشکور روستايي وايي، د افغاني ټولنې د دود له مخې که يوه نجلۍ يا ښځه له کوره وتښتي، ټول ولس پرې بد وايي او کورنۍ ته يې پيغورنه ورکوي، خو د وړو هلکانو په بې لارۍ او جنسي ځورونو ولې خلک پټه خوله دي.

روستيايي له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د خلکو بچيان او تنکي ځوانان د پوليسو او زورواکانو له منګولو خلاص کړي او د پوليسو په ليکو کې دې د اخلاقي اصلاحاتو لپاره ګامونه پورته کړي.

د روزګان ولسي خلک هم د پوليسو په ليکو او د زورواکانو له لوري له تنکيو هلکانو د جنسي ګټې اخيستو له امله خواشيني دي.

پنځه پنځوس کلن سپين ږيري عبدالباقي ازادۍ راډيو ته ويلي، چې دوه زامن يې، چې يو څوارلس کلن او بل يې پنځلس کلن دی، پوليسو ترې بې لارې او نه يې ورخوشې کوي.

عبدالباقي وايي: څو ځله د پوليسو پوستو ته ورغلم، چې زامن مې را ايله کړي، خو پوليس مې خبره نه اوري، زما زامن يې راته بې لارې کړي دي.

روزګان د هېواد په سويل کې ناامنه ولايت دی، چې ډېری سيمې يې د طالبانو په واک کې دي، خلک يې دين ته متعهد دي، خو د زورواکانو او پوليسو په ليکو کې د بد اخلاقۍ او بد لمنۍ ستونزه د روزګان په ګډون په ګڼو ولايتونو کې شته.

د روزګان امنيه قوماندان غلام فاروق سنګري هم مني، چې دغه ولايت کې د پوليسو مشران او د ولسواليو امنيه قوماندان له ماشومانو ناوړه جنسي ګټې پورته کوي او په وينا يې دا خلک ډېر زورواکان او د لوړپوړو چارواکو خپلوان او دوستان دي.

سنګري وايي، چې ډېر ژر به د دغه ناوړه دود پر ضد ګامونه پورته کړي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.