غزل/ فکر مل طالب

فکر مل طالب

ګرځومه دې تصويرپه زړګي پورې
ستامئين يمه زهيرپه زړګي پورې

ته يې دحُسن خريدارکړې زه دسترګو
فيصلې دې دتقديرپه زړګي پورې

په دې وجه مې صحرا ډېره خوښيږي
راکوي دعشق تعبيرپه زړګي پورې

له هيبته يې نړی په زنګېدو شي
مجاهده ستاتکبيرپه زړګي پورې

دپګړئ شمله دې هسکه راښکاره شوه
له کاشغراوله پاميرپه زړګي پورې

دژوندون له مړوندونومې راتاؤ دی
دزلفانوتورزنځيرپه زړګي پورې

ستادمينې په زندان کې زولانه يم
فکرمل دې يم اسيرپه زړګي پورې



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.