
پخې خبرې
• د الله تعالی کتاب د زړونو درمل دی.
• په هغه ورځ وژاړه چې درنه تېره شي خو هيڅ دي پکې ونه کړل ( أبوبکر رضي الله عنه).
• صبر غیر د خیر نه نور هيڅ نه درکوي.
• ځناور خپل مالک پيژني خو انسان خپل رب نه پېژني (عثمان رضي الله عنه).
• کله چې خېټه ډکه شي نو د فکر قوه سسته او د علم او حکمتونو صلاحيتونه کمزوري شي (عائشة رضي الله عنها).
• د ناپوهه سړي ستر په چوپتيا کې دی.
• د ذلت ژوند نه د عزت مرګ ښه دی (حسین رضي الله عنه).
• توبه ويستل آسان ، خو د ګناه پرېښودل ګران دي (جعفر صادق رحمه الله تعالی).
• د جاهل نه ځان ساته ځکه هسې نه چې تاهم د ځان پشان کړی (لقمان رضی الله عنه).
• انسان ته آدب ښودل د ځناور ته ادب ښودلو نه ډير ګران دی (امام شافعي رحمه الله تعالی).
• ښه کتاب نېغه لار ښئ (محمود غزنوي رحمه الله تعالی).
• که خوشحاله اوسيدل غواړي خپل غم پټ کړه ، او نور خلک خوشحاله کړه ( شیخ عبد القادر جيلاني رحمه الله تعالی).
• ته دي خپل ځوی ته قرآن زده کړه ، قرآن به ورته نور هرڅه ورزده کړي.
• خوب دي قبر ته وساته، او ساتيري او خوبونه کم کړه ځکه داسې خوب درباندې راروان دی چې سهار يې قيامت دی.
• حسن بصري ته چا وويل: زړه مې سخت دی ، ځواب يې ورکړ: په ذکر باندې ادب ورکړه.
• امام احمد رحمه الله ته چا وويل: راحت به کله مومې؟ هغه وويل: کله چې خپل اولنی قدم په جنت کې کيږدم.
• انسان ته د اسلام نه وروسته تر ټولو ښه ډالۍ نېک ملګری دی (عمر رضي الله عنه).
• ابن القيم رحمه الله تعالی وايې: پدې تعجب مه کوه چې حق بريمن دی او په ازمېښتونو کې پټ دی، ځکه دا د رحمن سنت دی.
• تندر نه رسيږي مګر دنګو څوکو ته.