د حسد ناوړه پایلې

همایون عیسی خېل

څو پیړۍ وړاندې په یمن کښې یو پاچاه و . د ده په هېواد کښې ارامه ارامي او امنیت و ، په ولس باندې یې هیڅ ډول ظلم زیاتی نه کېده ، هر لور ته خوشحالي وه . خو درباریانو ( چمچو ) اوچاپلوسانو به د باچا په غوږ کښې یو ډول بل ډول خبرې څاڅولې او هدف به یې وزیر وو، له دې امله به وزیرانو ته خنډونه پیدا کېدل او باچاه به له څوکۍ لېرې کول ، نو وزیران او چاپلوسان به ځانو ته غره شول او ویل به یې په دربار کښې واک او زور زموږ چلیږي . یوه ورځ پاچا ځان ته نوی وزیر وټاکه ، نوي وزیر په څو ورځو کښې درک کړه چې په دربار کښې د چاپلوسانو ( حاسیدونو) ټولۍ ډېر خطرناک دی ، وزیر به ډېر په احتیاط سره قدم کېښود ، هغوی ته به یې هیڅ اهمیت نه ورکاوه له دې امله درباریان د ده مخالف شول . یوه ورځ درباري د پاچا په غوږ کښې یو څه وویل . نو پاچا وزیر ته یوه وزه ورکړه او ورته یې وویل دا وزه له ځانه سره بوځه خو یو میاشت وروسته یې همدومره غواړم یعنې په دې موده کښې به یې نه وزن کم شوی وي او نه زیات ، خوراکه به زمونږ لخوا درکول کیږي وزیر چې دا واوریدل نو ډېر خپه شو ، بل خوا درباریانو له خوشحالۍ ترپکې وهل شروع کړل .

وزیر وزه له ځان سره کور ته بوتله او خپل فکر یې په کار واچو . اخر یې یو پلان په ذهن کښې راغی او په هغه یې عمل وکړ. یو میاشت وروسته یې وزه د پاچا دربار ته وروسته ، پاچا چې وکتل چې د وزې وزن هغومره دی څومره چې یوه میاشت مخکښې و . پاچا او درباریان یې هک پک حیران شول چې وزیر خو له امتحانه بریالی ووت . پاچا ترې نه په ډېره حیرانتیا وپوښتل: تا ورسره کوم داسې کار کړی چې د وزې وزن نه زیات شوی او نه کم ؟! وزیر وویل : پاچا سلامته ! د ښه خوراک غوښتنه وه چې وزې ته وده ورکړي ، خو ما به له خوراکه وروسته وزه د زمري مخې ته وتړله چې له امله به یې وینه وچېده ، غټېده به نه او د ښه خوراک له امله به کمزوري کېده هم نه . پاچا چې دا پلان واورېد نو ډېر خوښ شو او هغه ته یې سوغات ورکړ ، حاسدانو چې دا هر څه وکتل سرونه یې ټیټ کړل د وزیر سره یې کینه او دښمني نوره هم زیاته شوه او د بلې لارې په لټه کښې شول ترڅو وزیر د پاچا له پامه وربد کړي .

له بده مرغه څه موده وروسته په هېواد باندې خونړی سیلاب راغی ، په زرګونو کورونه او د خلکو فصلونه یې له منځه یوړل . پاچا وزیر ته د خلکو سره د کومک او مرستې کولو وظیفه ورکړه ، وزیر هر نفر ته د نغدو بر سېره یو څه قرض هم ورکاو ، خو د قرض ورکولو په وخت کښې به یې په غوږ کښې پټه خبره هم کوله . چاپلوسان پرې خبر شول شروع شول چې درک ولګوي ( خلکو ته یې پټ په غوږ کښې څه ویل ؟ ) ځینو ساده ګانو ورته وویل : چې وزیر به مونږ ته ویل دغه قرض به د پاچا له مرګه وروسته راسپارئ . چاپلوسانو چې دا خبره واورېده نو په منډه یې دا خبر پاچا ته ورساوه ، د پاچا مخ له غصې تک سور شو فورا یې وزیر احضار کړ او ورته یې وویل ما اورېدلي چې ته زما د مرګ انتظار کوې چې مړشم نو هغه مال به ته ځان ته راټول کړې ؟
وزیر خپل سر ټیټ کړ او ویې ویل : پاچا سلامته ! تا ته سهي خبر راوړل شوی هو ما دا ویلي دي خو زما مطلب ترې دا نه و . یو چاپلوس ترې په تلوار وپوښتل : نو ستا مطلب څه شی وو ؟ زما مطلب دا و هغو خلکو چې قرض یې اخیستی دی ، پاچا ته د اوږده عمر دعاګانې وکړي . چې خدایه ته پاچا ته اوږد عمر ورکړې هسې نه چې زر مړ شي او له مونږ څخه قرضونه وغواړي.

پاچا چې دا واورېدل نو ډېر خوښ شو ، فوراَ یې امر صادر کړ چې چاپلوسان دې زما له درباره ووځي او وزیر یې په سوغاتونو ونازوو . بیا پاچا حاسدانو ته وویل : که ستاسو په خبرو ما وزیر ته سزا ورکړې وای نو ټول عمر به ما افسوس کاوه. الله تعالی ماته څومره هوښیار وزیر راکړی ماته له ده څخه مننه په کار ده .

تبصره : تاسې وګورئ ! حسد ، کینه او ضد څومره بد شی دی ، که دوی حسد نه کولی نو د پاچا په دربار کې به یې خپلې مزې کولی خلکو به یې درناوی کاوو . حسد یو داسې رنځ دی چې انسان سوځوي ، هیڅ فایده یې نه وي او مخالف لور ته هم یې زیان نه رسیږي ، له دې امله مونږ ته ندي په کار چې د چا سره حسد یا کینه وساتو .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.