بـنـګــي او چــرس

عبدالمالک همت
بنګي او چرس په ډول ډول نومونو يادوي. شاهدانه د بنګو يا چرسو بوټي ته وايي. شهدانج د همدغه شاهدانې معرب (عربي سوې) بڼه ده. بنج هم د بنګو معرب دى. قنب د كنب معرب دى چي كنف هم ورته وايي. دا دهمدغي شاهدانې تخم (بنګو) يا پاڼو ته وايي. د رد المحتار په ۵/ ۴۰۴ مخ كي ليكي چي: ” بنج ( بنګي ) د هغه نبات نوم دى چي په عربي شيكران ور ته وايي“.

خو ښايي دا تېروتنه وي، ځكه شيكران يا شوكران يو بېل نبات دى، خو په هغه كي هم شديده سمي ماده سته. وګورئ فرهنګ عميد او د لغاتو نور كتابونه. په هرصورت د بنګو د بوټي د ګل لرونكو ښاخونو له سرونو څخه بنګي او د چرسو پاڼي اخلي. د حشيش كلمه هم د دغه بوټي د ګل لرونكو ښاخلو پر سرونو او له هغو څخه په لاس راوړل سووپاڼو ( چرسو ) باندي اطلاقيږي. حشيش په انګريزي كي هم hashish ليكي، خو په دغه ژبه چرسو ته hemp وايي.

د چرسو تاريخ :
كله چي په مسلمانانو كي ډول ډول بدۍ او نارواوي رامنځته سوې او خلك په زياتو ګنهونو اخته سول نو لوى څښتن سبحانه پر هغو باندي داسي دښمنان را پيدا كړل لكه چنګېزيان او دغه منحوس بوټى. لومړى دغه بوټى په منځني ختيځ كي څرګند سوى دى. شيخ عبدالحق محدث دهلوي رحمة الله عليه د ”اشعة اللمعات“ په
۳/ ۲۹۸ مخ كي وايي چي:” د ۵۵۰ سپوږميز كال په شاوخوا كي كله چي حيدر نومى يو سړى له خپلو ملګرو څخه و تښتېد، په يوه بېديا كي يې وليدل چي د يوه بوټي بلګونه بې له باده ښورېدل. په زړه كي يې وويل چي په دغه بوټي كي يو سِر(راز) سته. نو يې څو بلګونه له هغه څخه وشكول، كله چي يې وخوړل نشه يې كړ.

بيا يې خپلو ملګرو ته هم ور كړل. ځيني بيا وايي چي دغه بوټۍ لومړى د احمد سارحي قلندري په نامه يوه سړي وموند “. د شيخ عبدالحق په دغه ليكنه كي د دغه بوټي د ځاى په هكله څرګندونه نه ده سوې. خو د دغي ليكني له وروستيو كرښو څخه اټكل كيږي چي ښايي دغه ځاى به مصر وو. اوس دغه بوټى په منځني ختيځ، نيپال او نورو آسيايي هيوادونو او د لاتيني امريكا په هيوادونو كي ډېر كرل كيږي.

بـنـګــي:
بنګي لكه چي پوهيږو د چرسو د بوټي دانې دي كومي چي د سمي موادو د درلودو له امله مخدري او نشه كوونكي دي. دغه دانې د تنباكوغوندي د چلم پر سرخانه يا پيب (Pipe) ږدي او څكوي يې. له دغو بنګو څخه يو ډول مايع مواد هم جوړوي چي ”بنګاوه “ يا ”بنګاب “ورته وايي او د هغو په نشه روږد خلك يې چيښي. د بنګو له يو ډول موادو څخه په طبابت كي هم كار اخلي. بنګي وچي، خنکي او قابضي دي. اشتها خلاصوي، ژر هضميږي. د احتلام ځواک له منځه وړي. خوړل يې روغتيا ته ډېر ضرر رسوي. په تېره پر مغزو ډېر بد اغېز ښندي. د بنګو خوړل د سترګو ځواک هم کمزورى کوي .

چــرس او روغتيايي ضررونه يې :
څنګه چي چرس او داسي نور نشه يي توکي يو ډول زهري مواد لري نو د انسان روغتيا ته پر ضرر رسولو سر بېره د انساني ټولنو سالميت ته هم کلک تهديد متوجه کوي. له بده مرغه زموږ هيواد نن مهال د دې خطرناکو توکو د توليد او استعمال ځاى ګرځېدلى دى. له دې امله دى چي په چرسو او نورو زموږ ډېر وګړي ان زموږ ځيني ډاکټران او د امنيت ساتندويان لا اخته سوي دي.

په موږ کي دا خبره يو متل ګرځېدلې ده چي وايي :” چرسي زوى نه زوى“. رشتيا هم د چرسو عملي ډېر ډارن او بې زړه وي. نشه يي نه د جنګ او جهاد په ميدان کي څه اتلولي ښوولا ى سي او نه د هيواد په لار کي تر ځان تېرېدلا ى سي.

د چرسو او نورو نشه يي توکو استعمال خوب او بې سدتياراوړي او زړه، دماغ، معده، ځګر او نور رئيسه غړي پوپنا کوي. د چرسو عملي تل له ښې اشتها څخه بې برخي وي. دماغي ځواک يې ګډوډ وي، څېره يې مړاوې او ژړه وي، ډنګر وي، سترګويې توري الغې وهلي وي او عقل يې کار نه ورکوي.

چرسي او نشه يي تل سست او ټنبل وي، کار ته يې زړه نه کيږي او يوازي اوسېدل يې ډېر خوښ وي. پای



یوه تبصره

  1. محمدربی اماج

    ښاغلی همت صیب ته الله (ج) نورهم همت ورکړی ،ښي موضوع ته یی نغوته کړیده چی نن زموږد ټولنی د روږدیتوب دناسورغټه برخه جوړوی،په ځانګړی توګه موټروانان او کلنیران پدی باندی ډیر روږدی دی چی د لارو په اوږدو کی د ترافیکی پیښو غټ لامل همدغه چرس اوچرسی ډریوران دی. اوس به راشو دی ټکی ته چی چرسو،بنګو،جشیش،تاریخچه چی ښاغلی همت صیب دلته راوړیده د نورو نړیوالو رسالوسره پّه یوه لاره نه ځی!هغه پدی خاطر چی د ویکیپیډیا په حواله د چرسو لومړنۍ ټاټوبۍ د نن څخه لس زره کاله وړاندی د تایوان ټآپو ښودل شویده. او بیا ورپسي منځنۍ آسیا اوچین راځي لدی وروسته همدغه بوټۍ ته د چرسو نومد شمالی هند د خلکو لخوا ورکړل شویدۍ.دی بوټي یا یی محصول ته د بنګو نوم پّ لیکلی بڼه د ۱۵۹۶ کال کی د یوه جرمنی کس (جان هویګین وان لینشوتین) لخوا ورکړل شویدۍ چی د “Bangue” (bhang) پنامه یی لیکلۍ دۍ. تر دی وروسته بیا د اروپایی ادبی دایری ته دغه نوم په ۱۸۰۰ کالونو کی د ډاکټر مورو،دیتورس، ویکتورهوګو،…..اوبالزاک لخوا ورداخل شویدۍ. د زیاتو مالوماتو لپاره یی اړیکه دغه ده. https://en.wikipedia.org/wiki/Hashish د چرسو د څکولو لنډ مهالی زیانونه دغه دی: عدم تمرکز فکری یا د قضاوت د وړتیا له لاسه ورکول، د ستونی وچواله، ناڅاپی لوږه،
    وارخطایی،بی دلیله خوشحالی او بیځایه خندا،خوبولی حالت….اواوږد مهالی یا تلپاتی زیانونه یی:معتاد کیدل،د سرطان د خطر زیاتیدل،په تنکیو ځوانانو کی د احساساتو د راټوکیدنی وروسته والۍ،د ارادی بایلل، د وجود د مدافعوی سیستم کمزوری کیدل،د سږیواوشوشونو سرطانی کیدلوخطر زیاتیدل،د جنسی قوی تخریب کیدل پّ دواړوجنسونوکی، او سایکولوژیک روږدیتوب. د زیاتو مالوماتو لپاره اړیکه:http://smoking.ygoy.com/2011/01/25/smoking-hash-side-effects/

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.