zahid jalali

خاطره – زاهد جلالي

نن مې د وروستي سمستر د وروستي امتحان پايله راووته، له دې سره زما “پنځه” کلنه ډېګري پاى ته ورسېده. دغې مرحلې زه يوې پايلې ته ورسولم:
کله چې په ابتدايه کې وم، داسې ګومان مې کاوه چې دولسم کې خو ټول علامه ګان دي، څوک چې لېسه ختمه کړي، هغه په هر څه پوهېږي..

يو وار د دولسم صنف څنګ ته تېرېدم، د استاد له خولې مې واورېدل “X ضرب Y” په زړه کې مې ويل چې موږ خو دوه له دوو سره ضربوو،

د عددونو ضرب خو آسانه خبره ده، د دولسم ټولګي زده کوونکي اکس او واى ضربوي، دا خو ډېره عجيبه خبره ده، خو د دولسم ټولګي همدا ستر ذهنونه او عميقه پوهه ده چې اکس له واى سره ضربوي.. د همدوى ذهنونه داسې سختې مسئلې حلوي، په دې خبرو خو زما سر ولا که سل کالو کې هم خلاص شي..!

خو چې کله دولسم ته ورسېدم، زړه کې مې ويل چې دا خو آسانه خبره ده، هسې پرې تېر وتى وم. بيا مې ويل، نه زه غلط شوى وم، دولسم کې سړى ډېر څه نه زده کوي، دا د يوې سترې مرحلې تيارى و، څرنګه چې وړکتون سړى ښوونځي ته آماده کوي، دغسې يې ښوونځى پوهنتون ته چې اصلي مرحله ده، آماده کوي.. خو چې سړى پوهنتون ته ورسي او د پوهنتون څلور کلنه دوره خلاصه کړي، هغه په هر څه پوهېږي، د دې دورې فارغ د علم بحر وي، په هر څه به پوهېږي..

اوس دا دى بيا د دولسم کيسه تکرارېږي، خو دا وار تجربه وشوه، بيا په ماسترۍ او دوکتورا نه غلطېږم، دا ټولې علمي مرحلې انسان ته د علم کلي ورکوي، هره مرحله دغه کلي لا پياوړې او کوي د ډېرو مسئلو د حل وړتيا ورکوي، خو پوهه په کتابونو کې ده، پوهه شپې سبا کول، ويښتان سپينول او له دنيوي مزو تېرېدل غواړي..

اوس مې د مصري استاد خبره ومنله. دوکتور فاروق ابو دنيا به موږ ته ويل “که تاسې په دې تمه يئ چې د پوهنتون په دې کتابونو به عالمان شئ، دا خوب و خيال دى، علم د علماوو په کتابونو کې پروت دى، تر څو چې په خپله کتابونو پسې نه شئ او ځانونه علم پسې ستړي نه کړئ، هېڅ کله به پوهان نه شئ..”

زاهد جلالي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د