د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني

نوی کال او د ولسمشر کارملي شعارونه

زخمي افغان
اشرف غني تیره ورځ د نوي کال په مناسبت په خپره کړې وینا کې دغه کال د ده په خبره (د تروریزم د شکست) کال ونوماوه. د اشرف غني دې احساساتي شعار راته ببرک کارمل رایاد کړ چې د ولسمشر په نسبت یې غږ ډډ او شعارونه احساساتي و.

کارمل چې د ۱۳۵۸ او ۵۹ کلونو په اوږدو کې د مجاهدینو توپانې بریدونو یې د واکمنۍ ساحه تر ښارونو ورلنډه کړه نو د ۱۳۶۰ لمریز کال په رابریدو سره یې هڅه وکړه چې د شعارونو په زور خپلو عسکرو او مورال بایللو شوروي بادارانو ته روحیه ورکړي.

کارمل د دې کال په پیل کې یو رسمي شعار جوړ کړ چې ( سال شصت سال شکست ارتجاع است) یعنې ۱۳۶۹ ل کال دمجاهدینو د پوپناه کیدلو کال دی. د همدې کال په اوږدو کې کارمل او ملګرو یې پرلپسې د – سال شصت سال شکست – شعار غږاوو مګر په عملي میدان کې نه دا چې ارتجاع(!) شکست نه خوړ بلکې مجاهدین لا نور هم د ښارونو لمنو ته نږدې کیدل. څو کاله وروسته د ارتجاع(!) په ځای ارتقاء (!) شکست وخوړ او کارمل له جنرال ګروموف سره یوځای د حیرتان په لاره وتښتېد چې بیا یې مرګ هم دورې شو.
اوس اشرف غني هم ددې په ځای چې د جګړې عیني واقعیتونه تحلیل کړي د کارمل غوندې یوازې په شعارونو اکتفاء کوي، که د کارمل شعار د شصت او شکست د هموزنۍ له امله لږ په تول برابر و د اشرف غني شعار بیا له دې اړخه هم نیمګړی دی، نوموړی وایي چې ( سال نود وشش سال شکست تروریزم است) د اشرف غني له دې مات شعاره داسې معلومیږي چې جنګي اراده او پوځي مورال یې هم د کارمل په نسبت مات دی او په ډیره خوارۍ سره پیوندیږي.

که اشرف غني غواړي د جګړې په میداني وضعیت ځان پوه کړي نو د بې اساسه شعارونو په ځای دې یو ځل ددفاع وزارت هغه راپور تر نظر تیر کړي چې د تیرکال د جګړې ارقام او دوه اړخیز وضعیت بیانوي. په دې راپور کې چې تیره ورځ د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نشر کړ راغلي دي چې په تیر کال کې طالبانو ۲۳ زره بریدونه کړي چې دا د پخوا هر کال په نسبت لوړه شمیره ده.

لنډه دا چې شعارونه اسان او جګړه ګټل خورا سخت دي.تیز شعارونه زیاتره هغه خلک ورکوي چې په ځان کې د عمل توان نه ویني نو غواړي خپله عملي ناتواني په اورنیو شعارونو جبیره کړي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.