
سترې حماسې/عرفان الله عرفاني
عرفان الله عرفاني
د جهاد يون مو معرکې ځېږوي
څه سترې سترې حماسې ځېږوي
موج وهي بيا زموږ تسَلسُل د فتحو
د تکبير ځوږ مو انګازې ځېږوي
لمر د کنډو په څوکه څرک وهلی
سپين سهارونه مو سپېدې ځېږوي
ډېر ميوندونه او ملالې لرو
خپل نوي نسل ته ټپې ځېږوي
که شهيدان شوو مړه مو وو نه بولئ
د وينو څاڅکي مو ډېوې ځېږوي
د وطن ميندې مو لاشنډې ندي
له ننګه ډکې پرګنې ځېږوي
نړۍ کې نوی انقلاب راولي
تاريخ ته نوې افسانې ځېږوي
د (عرفاني) قلم دې نه ماتېږي
غيور ولس ته ترانې ځېږوي