رباني ولي افغانستان ته د امریکايي سرتیرو د راتګ هرکلی کوي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ د ګد حکومت د بهرنيو چارو وزير ښاغلي صلاح الدین رباني واشنګټن ته تر روانېدو وړاندې په کابل کې له رسنیو سره په خپلو مطبوعاتي څرګندونو کې وويل:

((مونږ د امريکايي جنرالانو د هغې طرحې ملاتړ او هرکلی کوو کومه چې له مخه یې افغانستان ته د نورو امريکايي ځواکونو په رالیږلو ټینګار کیږي.))

نوموړی په داسې حال کې افغانستان ته د اضافي امریکايي سرتیرو د راتګ هرکلی کوي چې لا هم افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د رالېږلو په اړه د سپینې ماڼۍ موقف نامعلوم دی.

۱۶ کاله وړاندې فقید رباني له امریکايانو څخه په افغانستان کې د غټو غټو بمونو اورولو غوښتنه کړې وه چې تر ننه یې بیوزله افغانان په لمبو کې سوځیږي، اوس چې لا د هغو بمونو لمبې نه دې مړې شوې دا ځل یې صلاح الدین رباني د هغو امریکايي ځواکونو د زیاتوالي هرکلی کوي کوم چې تازه يي د بیوزله قندوزیانو په وینو د دې ولایت کلي او کورونه رنګولي.

پوښتنه داده چې د ښاغلی رباني په شمول د ګډ حکومت چارواکي ولي پر هغو مواقفو ټینګار کوي کوم چې امریکایانو په افغانستان کې د جګړې د دوامداره ساتلو په غرض غوره کړي؟

ایا په افغانستان کې د امریکایانو او د هغوي په پوځي ایتلاف کې د شاملو یو سل او پنځوس زره ځواکونو تیر ۱۵ کلن شتون افغانستان ته امنیت راوستلای شوای چې اوس یې ښاغلی رباني د نورو اضافي ځواکونو د راوستو هرکلی کوي؟

که چیري د هغوی شتون په افغانستان کې د سولې لپاره موثر وای نو نن امریکایان ویره له څه لري چې دي هیواد ته د اضافي سرتیرو د رالیږلو طرحې جوړوي؟

ایا داعش او د امریکایانو په اصطلاح ۳۰ نورې تروریستي ډلې د همدې بهرنیو ځواکونو د ماموریت په مهال په افغانستان کې نه را وبوټیدی؟

ځکه امریکایانو خو په افغانستان باندې د خپل تیري په پیل کې یواځې د طالبانو او القاعده د له منځه وړلو ادعاء لرله.

واقعیت خبره دا ده چې هم امریکایان او هم په افغانستان کې د هغوی تحت الحمایه حکومت چارواکي هر یو د خپلو خپلو مصالحو د تحقق لپاره افغانستان ته د نورو امریکايي عسکرو د راتلو ملاتړ کوي.

امریکایان غواړي په افغانستان کې په خپل همدې محدود پوځي ماموریت سره دلته د جګړې اور بل وساتي او د ګد حکومت چارواکي بیا د همدي اور بلوونکو امریکایانو تر سیوري لاندې د خپل بیواکه حکومت د بقاء چانس ویني.

د واشنګټن او کابل همدا مشترکات دی چې دواړه یې په افغانستان کې د امریکايي پوځي شتون په اړه د یوه واحد موقف غوره کولو ته اړیستلي دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.