نظــر

په هلمند کي وروستۍ ملکي وژني

په دې وروستیو کي د نورو سیمو غوندي هلمند کي هم د داخلي عسکروله لوري ملکي وژني او بشري سر غړوني زیاتي شوي، ولسي خلګ شکایت کوي چي د امنیتي عسکرو له لوري تهدیدیږي ، په یو او بل نوم نیول کیږي، وهل کیږي، پر کورونو یې چاپې اچول کیږي او….

د جنوري په ۲۰مه نیته دهلمندولایت دنوزادولسوالۍ دګورجستاني عسکرو کمپ سره څېرمه افغان عسکرو د خبریالانو په مخ کي یو اووه کلن ماشوم وژلی، د هلمند ولایت مدني ټولني چي دغه پیښه یې له نژدې څارلې ویلي چي  یاد شوی هلک په داسي حال کي په نښه  شوی چي عسکرو ته یې دسلام په دود لاس پورته کړی ؤ.

تر پورته ذکر شوي پیښي یوه ورځ وروسته بیا رسنیو د هلمند د چارواکو له خولې خبر ورکړ چي د نهر سراج په الکوزو ښاخ سیمه کي وسله وال مخالفین (طالبان) د اختر محمد په نوم یو کس کورته ورغلي  اودنوموړی په ګډون یې دهغه میرمن اوماشوم زوی درې واړه دخوب پر مهال وژلي دي، د هلمند د امنیه قوماندانۍ دمطبوعاتي امر سمونوال عبد الاحد چوپان په وینا طالبانو همدا کسان ددلت سره دهمکارۍ او په دې خاطر وژلي چي په دغه سیمه کي د سفر محمد په نوم یو کس  یو کال مخکي  دطالبانو پر ضد پاڅون وکړ او د پولیسو د لومړي کنډک په مرسته یې دغه سیمه له طالبانو تصفیه کړه.

ددې پیښي په سبا د وژل شوي کس (اختر محمد) زوم عبد الولي د پیښه اصلي واقعیت په دې ډول روښانه کړ چي :«زما خسر، خواښې او کوچنی زوی یې طالبانو نه دي وژلي، دوی په دغه کلي کي داربکیانو د قوماندان سفر محمد وراره او ساتونکي په ډیره بې رحمانه  توګه وژلي دي».
دهلمند ولایتي چارواکو هم داربکیانو له لوري د همدې درې تنو ولسي  وګړو وژنه منلې  ده، دوی ویلي چي ددغي پیښي عاملین به نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري ؟!.
همدا راز  یوه ورځ وروسته بیا د جنوري په ۲۲مه نیټه دهمدې ولایت دمارجې ولسوالۍ په سیستاني کي دقوماندان مالک عسکرو یو هلک چي لس کاله عمر یې درلود وواژه ، خلګو د احتجاج په توګه دوژل شوي ماشوم جسدولایت  ته یووړ،خوګومان نه کیږي چي دپیښي عاملینوته دې سزاورکول شي .

په هلمند کي دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون  مشربلال صدیقي هم له خلګو سره دامنیتي عسکروستوغ اوبدچلندتائیدکړی،نوموړي  چي په هلمند ولایت کي یې دبشري حقونوکلنی راپوروړاندي کاوه وویل چي : خلګوپه پرله پسې توګه دامنیتي ځواکونو څخه دناړه چلندشکایت پاڼي ورته سپارلي ، خو چارواکي دخلګو شکایتونو ته غوږ نه نیسي هغه کسان چي خلګ ځني په عذاب دي دوی یې یوازي له یوې سیمي بلي ته تبدیل کړي چي له همدې امله هغوی نورهم زړه ورکیږي اوخپل بدچلندته ادامه ورکوي .

دبشري حقونو ولایتي رئیس بلا صدیقي وویل چي : په هلمندکي دامنیتي ځواکونوله لوري ملکي وژني اوبشري سرغړوني زیاتي شوي،  په ټوله کي دتېرکال په پرتله سږ دملکي تلفاتو په کچه کي پنځه سلنه ډیر والی راغلی،  یوازي په تېره اونۍ کي لس ملکي وګړي چي زیاتره یې ماشومان دي وژل شوي دي .

ښاغلي صدیقي ددولت څخه غوښتنه وکړه چي هغه  کسان مجازات کړي چي دخلګوپه وژنو،ځورونوکي لاس لري، نوموړي اندیښنه وښوده چي که لوړپوړي چارواکي  دامنیتي عسکروپریادوشوو بدوکړنو همداډول چوپ پاته شي حالات به نور هم دخرابۍ پرلورولاړ شي .

د هلمندسربیره دهیواد په نورو ولایتونو او سیمو کي هم دیرغلګرو ځواکونو او داخلي عسکرو په چاپو، بریدونو، بمباریو او هوایې ډزو کي ولسي خلګو ته دسر او مال درانه زیانونه اوښتي دي، تېره اونۍ د پروان ولایت د غوربندپه سیاګرد کي د یرغلګرو او کورنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کي  ۱۷تنه ولسي وګړي چي زیاتره یې ښځي اوکوچنیان وو شهیدان او۶تنه ژوبل شول، همدا راز دهیوادپه مختلفوسیموکي په پرله پسې توګه ورته پیښي رامنځته شوې چي نه یې عاملین سزا شوي اونه یې هم دمخنیوي رښتوني لاري چاري لټول شوي دي .

تېر ته په پام فکر نه کیږي چي دپورته ذکرشووجرمونو اوقتلونوښکاره عاملین دي مجازات شي، په دې وطن کي چي چاپې اوبرېښنایې رسنۍ یې د خلګو تر ضرورت څو چنده زیاتي دي که دوژل شووکسانواوقریبانوسره یې بخت ډیره یاري وکړه نوفقط ددوی دمرګ اوغم کیسې به مطبوعاتي شي، کنه  ډیري ورته پیښي دهیواد په لیرو پرتو سیمو کي را منځته شوي چي یوازي تش خبر یې هم رسنیو نه دی خپور کړی .

میوند سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x