« نوروز » او یوه مغالطه

نثار احمد صمد واصفي

درنو دوستانو ، لطفأ دغه پوسټ په حوصله او دقت ولولیً .

د نوروز د ورځی په هکله یوه مهمه غلطي شتون لری چی ډیر کسان یې مغشوش کړي او پارولي دي . هغه دا چی موږ اکثریت د زردشتیانو ( یعنی اورلمانځونکو یا مجوسیانو ) اختر او زموږ د نوي کال یا نوي موسم لومړۍ ورځ ( یعنی د پسرلي پیل ) سره مخلوط کړي دي . دغه اختلاط یو عقیدوي اختلاف او کلتوري اصطکاک رامنځته کړی دی چی له امله یې زیات انتقادات ، تناقضات او تعرضات روان دي . نو راځی چی د دې بیلتون د لږښت یا تمښت په خاطر یې مختصرأ وشنو .

لومړی ـ زردشتي نوروز :

یو لرغونی مناسبت دی چی ۳۰۰۰ کاله سابقه لری . دا به د نوي کال لومړۍ ورځ وه چی په افراطي ډول تکریم او تعظیم کیدله . په دې ورځ ښځی او نر په ګډه اور بلوي او د نڅا په حال کی طواف پر کوي ، موسیقي ږغوي ، شراب څښي ، هفت میوه جوړوي او تقسیموي ( لکه کشمش ، بادام ، شکرپاره ، جوز یا چارمغز ، پسته ، سنجد او د زردالو مندکي د یو څه بورې سره دوې ورځی په اوبو کی خیشتوي ) ، نذر او نور لهو لعب . دا چی نر او ښځي ګډ سره نڅیږی او په شرابو مست وی نو پایله یې باید څه وی !

خو د اسلام په ظهور سره پخواني ټول ادیان فسخ او مسخ سول . د نوروز او مهرګان پر ځای لوی او کوچنی اختر وضع سول . نو د پخوانیو ادیانو دغسی نمانځنی مردود سوې . اسلام د باطل دین د بقایا یعنی « نوروز » لمانځل حرام کړی دی ، موسیقی ، نڅا او شراب یې حرام کړي دي ، د نر او ښځو دغسی ګډ مراسم یې حرام کړي دي ، مبارکي یا تحفې ورکول ( د نوروز د تعظیم په نیت ) یې حرام کړي دي .

دوهم ـ زموږ د نوي کال عنعنوي لومړۍ ورځ :

دا زموږ د نوي کال لومړۍ ورځ ده چی که یې سابقه وپلټو ، هیڅ د پارسیانو د نوروز غوندی نه ده لمانځل سوې بلکی ټول تمرکز پر دغو ارزښتونو سوی دی : د پسرلي لومړۍ ورځ ، د نیالګیو ایښودل ، ګډ کار ( یعنی حشر ) ، د کروندګرو هڅول او نازول ، د باغونو ، کروندو ، ویالو ، کاریزونو او کلیو پاکول او مرمت کول ، د میلو جوړول او د څارویو پلورل او رانیول ، نښان ویشتل ، نیزه بازي ، آس سورلي او ډیر نور . دا هر څه ساده وو چی نه اور بلېدئ ، نه شراب څښل کېدل ، نه مستي او ګډوډي او لهو لعب وو ، نه هفت میوه وه او نه نور غیر اسلامي مراسم . بلکی مخلصانه کار او زیار وو .

خو متأسفانه ځینو کړیو او بې خبره متنفذینو څه کم یوه پیړۍ مخکی په دغه بهیر یو لړ بدعات ګډ کړل ، مثلأ :

الف ـ د ایرانیانو تقلید ( لکه د جنډۍ پورته کول ، د قبر څخه مراد غوښتل ، څلویښت ورځی میله جوړول او نور ) .

ب ـ د مجوسیانو تقلید ( لکه هفت میوه ، د همدې لرغوني ورځی د احترام په خاطر یو بل ته تحفې او مبارکۍ ورکول ، موسیقی ږغول ، د اور په عوض کی شمع لګول او نور ) . نو ځکه له دې څخه یوه عجیبه بې خونده ګډوله جوړه سوه چی ډیر بې خبره افغانان یې استعمال کړي او پارولي دي .

درېیم ـ په بهر کی د پسرلي لومړۍ ورځ :

ډیر هیوادونه ( چی جنترۍ ګانی یې د میلادي کال مطابق دي ) ، بیا هم د مارچ شلمه د پسرلي د لومړۍ ورځي په حیث لمانځي خو هغوی نه « نوروز » پیژنی او نه هغه ته اهمیت ورکوی بلکی د لمانځلو دا بڼه یې زموږ هغې ته ورته ده . زه شخصأ په هند کی دوولس کاله د وچي میوې په کار کی لګیا وم چی د هغوی د حسابونو نوئ کال د مارچ پر شلمه پیل کیږی او ټول کتابونه او اسناد د همدې ورځی څخه نوي کیږی . په پاکستان کی هم همداسی ده . په شمالی اروپا ، کاناډا او امریکا کی هم کټ مټ همداسی ده او همدا نن یې په ټلویزیونونو ، خپرونو او فېسبوک کی د نوي پسرلیزه کال خبر خپور کړی و . خو هغوی نه « نوروز » پیژنی او نه یې تجلیلوي .

په هر صورت ، د اسلامي لارښوونو له مخی جنډۍ پورته کول حرام دی ، د جنډۍ یا قبر څخه مراد غوښتل حرام دی ، ورتګ او برخمن کیدل ( په همدې نیت ) حرام دی . لنډه دا چی د ټولو اسلامي منکراتو کول حرام دی .

میلې ته تلل د نوروز د لمانځنی او تکریم په نیت حرام دی ( خصوصأ که هغه په یو زیارت کی وی ) ، خو د رخصتۍ یا نورو ورځو غوندی عادي میله جوړول روا دی چی باید په زیارت کی نه وی . عجیبه ده ، زیارت او میله ؟ د قبرونو څخه باید مراد و نه غوښتل سی بلکی برعکس د هغوی څښتنانو ته باید دعا وسی !

د افغانستان د نوي کال د پیل په مناسبت میله او خوښي یا میلمستیا جوړول روا دی ( په خپل حد او چوکاټ کی ) . نو موږ ولی یو بل ته د « نوروز » مبارکي وایو ؟ ولی د « نوي کال » مبارکي نه ورته وایو ؟ آیا زموږ په نوي کال کی « هفت میوه » او « سَمَنَک » شامل دي ؟ یا قطعأ نه . نو ولی دا شیان صرف په همدې ورځ تهیه کیږی ؟ ولی پنځه شپږ ورځی مخکی یا پنځه شپږ ورځی وروسته نه کیږی ؟ که پلمه د پسرلي وی نو آیا په دې څو ورځو بدلون سره پسرلی ختم او محوه سو ؟ پس د مجوسیانو د مراسمو تقلید باید ونسي ، ځکه مسلمانان ترې منع دي .

محترم وروره او محترمی خور ، که ته د « نوروز » د لمانځلو یا نه لمانځلو په هکله نه پوهیږې یعنی متردد او زړه نازړه یې ، نو د رسول الله (ص) لارښوونه عملي کړه چی فرمایی : « هغه څه مه کوئ چی په هکله ( یعنی په کولو یا نه کولو ) یې شکمن یاست » ( ترمذی ؛ احمد ؛ ابن ماجه ؛ حبان ، نسایی ) . نو که اوس هم سر نه خلاصوې پس انکار او سرکښي کوې .

تر ټولو مهمه باریکي لا دا ده چی « نوروز » د مجوسیانو ( یعنی زردشتیانو ) اختر و چی نن هغوی نسته ، خو بدبختانه مسلمانان یې د هغوی پر ځای لمانځي او حیلې جوړوی !!!

فاعتبروا یا اولی الابصار !

3 تبصرې

  1. ګوره ښاغلیه خوا بده نه کړی پدی مزخرفاتو مه ځان تیره باسه او مه نور ستا د لیکنی لوستونکی نوروز نه اسلامی صبغه لری او نه هم افغانی د افغان کلمه ددی خطی په خلکو د اسلام له راتګ نه وروسته ایښودل شوی نه له اسلام مخکی نو بنا هر هغه څه چی اسلامی صبغه نه لری هغه افغانی صبغه هم نه لری تاسو فقط ددی ناروا او حرام کار د جواز تراشی لپاره بیځایه دلیل او دلایل ویلی او ناکامه هڅه مو کړی ده دا کوم فرقونه چی تاسو د نوروز او ستاسو په اصطلاح افغانی نوی کال ترمینځ په خپله لیکنه کښی ذکر کړی ددی اساس او انګیزه او فکر هم هماغه د مجوسو او آتش پرستانو له نوروز څخه اخیستل شوی که داسی نه وی نو تاسو ماته ووایاست چی دواړه بیا ولی په عین زمانی مقطع کښی لمانځل کیږی دا په اصل کی د کفارو لخوا دافغانستان د مسلمانو خلکو په ضد یو له وسایلو نه د فکری جکړی ده چی ترڅو د افغانستان مسلمان خلک پدی ډول کرار کرار له اصیل اسلامی فکر نه منخرف او د جاهلی تعصب او حمیت په اساس یی بیرته هماغه جاهلی فکر ته ورټیل وهی خو مونږ او تاسو مسلمانان که واقعا هم اسلامی عقیدی او اصولو ته په پابند یو نو باید لږ له سوچ او فکر نه کار واخلو او د کفارو دا تمسخر او ملنډی چی تراوسه پوری یی د اسلام په تاریخ کښی ساری نده لیدل شوی باید نور په ځان باندی بند کړو بله خبره هم چی تاسو او نورو ډیرو هغو لیکوالانو چی په خپلو لیکنو کښی یی ددی کار د جواز لپاره یی بیځایه دلایل تراشلی دی او په یوه نه یوه ډول یی ناکامه هڅه کړی نو هغه هم د دود، کلتور او د عنعنه خبره ده چی په اسلامی فقه کښی ورته عرف وایی نو دایاد ساته چی د جاهلی دور په دود، کلتور او یاعنعنه باندی هغه وخت عمل کول روا دی او اعتبار لری چی د اسلام له دوو اصلی اصولو یعنی قرآن او سنت سره په ټکر کښی نه وی ګه داسی نه وی نو بیا نه اعتبار لری او نه هم عمل پری روا دی او پر دی خو ته هم قانع یی چی ددی کار د عدم جواز په باره کښی هم د قرآن د آیتونو تقسیر موجود ده او هم د نبی کریم(صلوات الله علیه و سلامه) له صحیحو سنتو نه صریح حکم او په جواز کښی یی د نبی کریم (صلوات الله علیه و سلامه) له سنتو نه یو ضعیف حدیث شته قران کریم خو پخپل ځای پریږده دا لا څه کوی چی د صحابه کرامو یو قول او حتی د خیرالقرون د زمانی د علماو یو قول هم نشته بلکه برعکس هرڅه یی په عدم جواز کښی دی نو بنا چی هرڅه واضح دی نو پدی ډول لیکنو مه خپل وخت ضایعه کوه او مه د نورو لوستونکو چی په تشویش او شبهه کښی یی اچوی او نور لدی کار نه تیر شه کنی ته به یی هم ګوره بیا په ګناه کښی شریک وی الله تعالی دی مونږ او تاسو ټولو مسلمانانو ته د الله په کتاب قرآن چی له هرډول شک اوشبهی نه خالی ده د رسول کریم(صلوات الله علیه و سلامه) په صحیح سنتو او د صحابه و او د خیرالقرون د زمانی د علماو په صحیح خط مشی د عمل کولو توفیق راکړی آمین ثم آمین یارب العالمین
    وسلام
    کتبه الفقیر الی بر ربه الباری و اخوکم فی الله محمد حذیفه

  2. محد حذیفه صاحبه چه هرسوکی اسلام علیکم ورحمت الله زموژ دینی وروئ خودا په داسی نرمه لهجه دقرآن احا دیث نبوی .ص. نه فوهییژی اوکه فوهیژی هم عمل پری نه کوی تاسی دده شزه یعنی مینه یاماندینه گوری سنگه شی ده دادافغانستان خجالت ور رئس جمهوردی چه نه په اسلامی خاوره کشی حد شته اونه حودود اودسلیب یانولشکرکشیو لا تشویقی ورکوی دا تورریستان چه دوی ورته وای داسوک دی دا ددغه غیور افغان بچیان دی داد.غ.او .ع.په سنگی چه ناست دی دی ته هم په یوه وخت کی اشرار اوترریستان ویل کیدل .دافغان مسلمان غیوراومسلمان ولسه که عرب یی که عجم .دخدا ج. په خاطرسره یوشی چه په دی پاکه خاوره کی یوواقعی اسلامی نظام برقرارشی که مشری احمد کوی اوکه محمود.وسلام وماعلیناالل بلاغ.

  3. نثار احمد صمد واصفی

    محمد حذیفه مستعار نومې السلام علیکم، داسی معلومیږی چی ته په تاریخ هم نه یې بلد او نور معلومات هم نلری. تا د لیکنی متن او بطن عمیق نه دی لوستلی بلکی سطحي دې لوستلی دی او صرف یوه برخه دی تر سخت انتقاد لاندی نیولې ده چی هغه د مجوسیانو « نوروز » او زموږ د نوې کال یا نوې موسم د پیل ورځ ده چی ستا په فکر دا ولی عین یو ورځ ده. خو ستا فکر محدود او لنډ دی او درېیمه ماده دې نه ده لوستلې او عارفانه تجاهل کوې ، ځکه دا په نیمه اروپا ، امریکا ، کاناډا ، هند او پاکستان کی هم د نوې موسم لومړۍ ورځ ده چی هغوی هیڅ « نوروز » نه پیژنی! نو دا ماده یو ځل بیا په دقت ولوله ګوندي سر دې پرې خلاص سی. الله دی زما او ټولو مسلمانانو په شمول هدایت درته وکړی. ما ته خو ډیر تنګ نظره رامعلوم سوې. د افغان کلمه هم تر اسلام مخکی د ( ابګان ، اوګان ، افګان ) په نوم په تاریخ کی موجوده ده خو ته بې خبره یې.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.