دولت وزیري: طالبانو په تېر لمریز کال کې ۲۳ زره حملې کړې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ حمل / ۱۳۹۶ ل) د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري پرون رسنیو ته د جګړې هغه ارقام اعلان کړل چې د تیر لمریز کال په اوږدو کې دې وزارت ثبت کړي دي.

دولت وزیري په تیر کال کې د طالبانو بریدونه، د حکومتي قواوو ځوابي عملیات، د دواړو اړخونو تلفات، هوایي عملیات دغه راز د جګړې اړوند د نورو حوادثو ارقام د رسنیو په واک کې ورکړل.

دولت وزیري وویل چې طالبانو په تیر کال کې ۲۳ زره نظامي تحرکات لکه کمین، تعرض، سرتیري بریدونه او نور حملات تر سره کړي دي چې د پخوا په پرتله تر ټولو لوړه شمیره ده.

نوموړي وویل چې طالبانو د ۹ ولایاتو مراکز تر برید لاندې راوستل او د هغو د نیولو هڅه یې وکړه خو دولتي ځواکونو په ځوابي بریدونو سره د طالبانو بریدونه شنډ کړل.

د دفاع وزارت ویاند د تیر لمریز کال په اوږدو کې د شفق یو او شفق دوه په نوم د حکومتي قواوو عملیات بریالي وبلل او ویې ویل په تیر کال کې زموږ ۷۰ ولسوالۍ چې طالبانو یې د نیولو اراده درلوده د حکومتي ځواکونو د مقاومت په پایله کې له سقوط وژغورل شوې.

دولت وزیري په تیر کال کې د طالبانو ځاني تلفات تر زرګونو زیات وبلل خو د حکومتي قواوو ځاني تلفات یې اعلان نکړل، نوموړي یوازې دومره وویل چې تیر کال تر ټولو سخت کال و چې د حکومتي ځواکونو ځاني تلفات هم په کې تر پخوا زیات و.

په همدې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وویل چې تیر کال د جرمونو کچه د پخوا په پرتله زیات شوې او د ښارونو امنیت تر پخوا لا خراب شوی دی. نوموړي وویل چې په تیر کال کې مجموعا ۲۰۳۷۴ جرمې پیښې ثبت شوې چې ډیری یې د کابل ښار اړوند دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.