افغانستان

فاریاب کې د جنبش او جمعیت ګوندونو ترمنځ یوځل بیا خونړۍ نښتې شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ حمل / ۱۳۹۶ ل) فاریاب ولایت کې د جنبش ګوند یو لوړ پوړي قومندان نعیم چې په نعیم چریک باندې شهرت لري د جمعیت ګوند پیاوړي قومندان خال محمد چې په خال محمد قشقه باندې مشهور و ترمنځ وسله واله نښته شوې یو بل ته یې ځاني او مالي تاوانونه اړولي.

دغه نيښته د یاد ولایت اړوند چرمګر سیمه کې هغه مهال را منځ ته شوې چې د جنبش ګوند قومندان نعیم چریک د قومندان خال محمد خان قشقه په کور برید کړی او په پایله کې د قومندان قشقه ورور امیر حمد بای وژلی او کور یې سوځولی.

همدا رنګه یو عیني شاهد رسنیو ته ویلي چې نن سه شنبې سهار مهال د نظام الدین قیصاري وسلوالو ځواکونو تر جمعیت ګوندپورې تړلي قومندان یارمحمد چې د احمدشاه ملنګ نېږدې ملګری او خپلوان دی کور ته د تلاشۍ په بهانه ورننوتل او په چور یې لاس پورې کړ، د قیصاري عسکرو د قومندان یارمحمد دوه د بزکشۍ اسونه، د ښځینه و زیورات، نقدې پیسې، موټرسائلان او یو شمېر نور د کور توکی له ځانه سره یوړل.

نظام الدین قیصاری په دغه سیمه کې د جنرال دوستم خاص نماینده او د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان دی.
دا په داسې حال ده چې تېره ورځ قومندان احمدشاه ملنګ د جمعیت ګوند پورې تړلی قومندان د خپلمنځي نښتو له امله خپل ځان مرکزي هیئت ته وسپاره او بلخ ته ولاړ؛ چې د نوموړي قومندان کور لومړی د جنرال دوستم ملیشو له لوري چور او بیا په بشپړ ډول وسځول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x