شعـــــرونه

غزل/ حبيب الله تراب

حبيب الله تراب
څومـره خــوږ یـې ړنګه بنګه مــازدیګره
لـه تــا زار شـــم غـنــمرنـګه مازدیګره

مــازدیــګره چــاتـه حال ویـلـی نـشــم
پـــه زړه روغ ژبــه مې ګونګه مازدیګره

دلـتــه اوس هـم د حــالاتـو مـجبوري ده
دلـتـــه مـیــنـه ده مـلـنـګه مـازدیګره

عشق زخمي دی او ګللاب په وینو رنګ دی
دا راپــاتــې دي لــه جـنـګه مـازدیـګره

تـلـوار مـکړه خیر لــږ نــور را حصار شه
شفـه را درومـي پـه څـو رنګه مازدیګره

خوشحالـي رابانــدې راشې زړه پیدا کړم
چـې تـــا وویـنــم ګـلــرنګه مازدیګره

بـې لـه تا مـې نـور پـه هیچا باور نـشـته
دنـــیــا ډکــه لـــه نــیـرنګه مازدیګره

اوس د مـات زړګـي په څیر یـم دړې وړې
اوس لــویـدلـی لــــه ګړنګه مازدیګره

مـا د خـپل زړه پـه جونګړه کې ځای درکړ
مـــرور نـــشـــې لـــونګه مــازدیګره

لـورییـنــه د څښتن را بــانـــدې شـوې
چـې اوسـیــږم دې لـه څنګه مـازدیګره

لــــه مــودو حبیب الله تـــراب ژړلـــي
د وخــتــونـو لـــه قـلــنـګه مـازدیګره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x