wada

مزاحیه شعر – محمد علی عمری

غزل

ده لوی کاروبـــار کـــه څوک واده کوي
کړي بې خـواروزار که څوک واده کوي

لس لکه لــــور اخلي پــــــرلــــ-ور باندې
ګــــــرم دا بـــــازار کـــه څوک واده کوي

نوم د دوستۍ کښيږدي پردې خرید باندې
دیتــــــه وایـــي پلار که څوک واده کوي

کار به له سرۍ اخـــــــلي غریب  سړئ
دا اســـــانه لار کــــــــه څوک واده کوي

زوړ بــــوډا تـــــــــــه چټه پېغله کښېنوي
ده عـجب خـــــمـــار که څوک واده کوي

تېښته خــــوبیا غـــــــــواړي پولادي عزم
خوندیــــــه لــکه ښکارکه څوک واده کوي

بس عمـــــری کار کــوي پیســــه پیســـه
نه غواړي هوښیار که څوک واده کــوي
۰۰۰
په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوامسلم باغ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د