نړۍ

امریکا: د افغانستان ټولو برخو ته سفر اوس هم خوندي نه دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ وری، ۱۳۹۶ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه اعلامیه کې خپلو اتباعو ته څرګنده کړې چې اوس هم د افغانستان ټولو برخو ته سفر خوندي نه دی، ځکه دوی دې دغه هیواد ته سفر نه کوي.

«د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکوي چې افغانستان ته سفر ونه کړي، ځکه چې دغه هیواد کې روانه بې امنیتي او ګواښونه د امریکایانو ژوند ته ګواښ جوړولای سي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اعلامیه تازه خپره کړې او په دې اړه یې خپله زړه اعلامیه یو ځل بیا تایید کړې کومه چې د ۲۰۱۶ اکتوبر میاشتي پر ۵ نېټه خپره شوې وه.

اعلامیه لیکي: «د افغانستان ټولو سیمو ته سفر خوندي نه دی، ځکه چې د ترې تم کولو، تښتولو، جګړییز عملیاتو، ځمکني ماینونو، د سیاسي او قومي ګروپونو تر منځ وسلوالو نښتو، د طالبانو بریدونو، مخامخ او نامعلومو ډزو، سرتیري بریدونو، او ډله ایزو بریدونو وېره شته.

دغه بریدونه کیدای شي دولتي ودانۍ، د امریکايي حکومت ودانۍ او بهرنیو دیپلوماتي مرکزونه ، هوايي ډګرونه، پوځي قرارګاوي او د موسساتو دفترونه هدف وګرځوي».

او زیاتوي چې د طالبانو مختلف ګروپونه د هیواد په مختلفو برخو کې سره پاشل شوي چې هر ځای او هر وخت پر یادو اهدافو بریدونه تر سره کولای شي ځکه باید امریکايي اتباع د پوره احتیاط څخه کار واخلي او دغه هیواد ته سفر ونه کړي.

باید وویل شي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وخت ناوخته خپل اتباعو ته ورته اعلامیې خپروي تر څو د هدف ګرځېدو څخه خوندي شي.

د یادوني وړ ده چې دوه ورځي وړاندي په هلمند ولایت کې یوه افغاني عسکر پر امریکايي ځواکونو مخامخ ډزي وکړې چې د امریکا د پوځي ادارې په قول درې تنه عسکر په کښي ټپیان شول خو نوري سرچینې دغه شمېر زیات ښيي او د مړو خبر هم ورکوي.

بل لوري ته د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر خپل ټویټر پاڼه د ۵ تنه امریکايي عسکرو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپې کېدو خبر ورکړ.

د امریکا دفاع وزارت تېره ورځ خبر ورکړ چې ددوی یو تن عسکر په غیر جګړییز ماموریت کې ووژل شو خو د هغه د وژل کېدو په اړه یې نور معلومات خپاره نه کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x