ټولنیزه برخه

وروره او خوري! بیا دا فرصت په لاس نه راځي!

سامیه تبسم
وروره او خوري!
بیا دا فرصت په لاس نه راځي
همدا اوس اوس تر کلکي څارني لاندي یو

مختلف مختلف مخفي څیزونه زموږ کړه وړه عکاسي کوي
زموږ خپلې سترګي، غوږونه، پښې، لاسونه او حتی د بدن پوستکی مو دا ټول په موږ پسې دي
موږ تعقیبوي، موږ یې تر ټینګ کنټرول لاندي یو
د حساب او کتاب په ورځ به زموږ ژبه او خوله چپ سي مهر به پرې ولګیږي یوه (آه)به مو له خولې نه وځي
او پر ځای به یې زموږ سترګي، غوږونه او پوستکی پر موږ شاهدي ورکوي.
سترګي به مو راته وایي: ولي؟
هغه نا محرمو ته دي نه کتل؟
ولي؟
خرابو او مزخرفو فلمونو ته دي نه کتل؟

هغه او دغه دي نه کول؟

استغفرالله آه موږ به څه ځواب ورکړو؟

موږ به د خلاصون کومه بهانه ورته کوو؟
نه
ریشتیا! هلته خو بهانه هم نه منل کیږي.

موږ به کومه واسطه ورته برابره کړو؟
نه
ریشتیا! هلته خو هیڅ واسطه نه منل کیږي.

موږ به بیا چا ته رشوت ورکړو؟
نه
ریشتیا! هغه خو د ریشتیا میدان دی هغه خو دمعاملې میدان نه دی.

غوږونه به مو هم شاهدي راباندي وایي.

او راته وبه وایي چې ولي د خلکو غیبتونو ته دې غوږ نه وو نیولی؟
ولې؟
سندري، ساز او سرودنه دي په ما نه آوریدل؟

او موږ به لکه ګونګیان پټه خوله او ټیټي سترګي ورته ولاړ یو،
همداسي پوستکی به مو هم راباندي شاهدي ووایي.

همداسي به مو پښې او لاسونه هم راباندي شاهدي ورکړي چي موږ چیري تللی وو څه مو کول دا هر څه به راته یوه یوه مخي ته راته کښېږدي.

موږ به خپلو اندامو ته وایو چې ولي دي راباندي شاهدي آدا کړه؟ ما خو دا ټول کارونه ستاسو لپاره کول، تر څو تاسو په خواهشاتو او مزو کي پټ یاست!
خو سترګي، غوږونه او پوستکی به مو راته ووایي: (أَنْطَـقَـنَااللهُ الَّذِی أَنْـطَقَ کُلَّ شَئ)
ژباړه:هغه ذات په خبرو راوستلو، چي هر څه په خبرو راوستۍ سي.

نو محترم وروره او محترمي خوري! نن دي وار دی
نن فرصت لرې!
نن ژوندي یاست!
محترمه وروره!نن دي پښې تګ کولاۍ سي، جومات ته پرې ولاړ سه!
محترم وروره او خوري!نن دي سترګې لیدل کولای سي، د قرآنکریم تلاوت پرې وکړه
نن دي وخت دی سترګي دي له نا محرمو څخه په کلکه وساته!
محترمي خوري! نن دي فرصت دی حجاب وکړه د خپل خاوند اطاعت وکړه حیا پت او عزت دي خپله وساته الله جل جلاله دي مرستندویه دی

بس خلاصه دا چې نن هر څه کولای سې که ښه وي که بد ستا خپل زړه؛ خو سبا به بیا هیڅ هم نسې کولاۍ

همدا نن دي هر څه په اسلامي ارزښتونو سمبال کړه، کنه نو الله جل جلاله په هر څه قادر دی وتعز من تشاء وتذل من تشاء بیا چي چاته وغواړي عزت ورکوي او چاته وغواړي ذلت…
وما توفیق الا بالله

بیا دا فرصت په لاس نه راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x