دیني، سیرت او تاریخ

غسل اړوند (۱۴ درس)

 احمد الله عاطفي
میړه او ښځه،یوبل ته غسل ؟
دمیړه او ښځي نه دیوه وفات په صورت کې ،یو بل ته دغسل ورکولو په اړوند اتفاق او اختلاف شته.

دمیړه دوفات په صورت کې ښځه کولای شي خپل میړه ته غسل ورکړي.

میړه ته دغسل ورکولو په اړوند دامت اجماع او یوه اتفاقي مسئله دی،چې چائې هم مخالفت نه دی کړی.

څرنګه چې حضرت ابوبکر صدیق(رضی الله عنه) خپلي ماندینې(اسمأ بنت عمیس) ته فرمايلي و چې زه مړ شوم ماته غسل راکړه، دوصیت سره سم حضرت ابو بکر صدیق ته دهغه میر من حضرت اسمآ بنت عمیس(رضی الله عنها) او زوی ئې حضرت عبدالرحمن بن ابوبکر صدیق(رضی الله عنهما) غسل ورکړ.

امام شا ولی الله(رحمه الله) دموطا په شرحه کې لیکلي:واتفقوا علی جواز غسل المرأة زوجھا.

ژباړه: په دي اتفاق دی چې ښځه خپل میړه ته غسل ورکولی شي.

په دي اړوند زیات فتاوا موجود دي خو داچې سیدنا حضرت ابوبکر صدیق (رضی الله عنه) ته دهغې ماندیني حضرت اسمآ بنت عمیس(رضی الله عنها) دکبار صحابه ئې کرامو په موجودګې کې غسل ورکړ، هیچا ئې مخالفت ونه کړ او نه اعتراض، داپخپله داسي حجت دی چې انکار او مخالفت ئې څوک کولی نه شي، همدا روایت په موطا دامام مالک او موطا امام محمد (رحمهمالله ) کې په بشپړه توګه روایت شوی.

همدا رازحضرت جابر بن زید (رضی الله عنه) وصیت کړې وچې ده له به خپله ماندینه غسل ورکوي(ابن ابی شیبه)

حضرت ابوموسیٰ اشعري (رضی الله عنه) ته ئې ماندینۍ غسل ورکړی. (ابن ابی شیبه)

دښځي په لاسو میړه ته دغسل ورکولو په اړوند هیڅ اشکال نشته او همدا رازڅوعملي بیلګې موپورته ولیکل، ايا میړه کولای شي خپلي ماندینۍ ته غسل ورکړي؟

دحنفي فقي په بنأمیړه نه شي کولای خپلې ښځي ته غسل ورکړي،دعلماوو قول په دي دلیل دی چې ښځه له مرګ سره سم دنارینه له نکاح فارغیږي، یودلیل ئې داهم دی،که دچا ښځه مړه شوه دبلۍ نکاح په ایجاب اوقبول کې نه وخت پکار دی او نه شرایط شته.

ځینې بزرګان ددي قانع دي ،چې میړه هم کولای شي خپلې ښځي ته غسل ورکړي، دلیل دامبارک حدیث وړاندې کوي:چې حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ام المومنین حضرت عایشه صدیقې(رضی الله عنها) ته فرمائېلي و: که ته له مانه وړاندې مړه شوې تا ته غسل او کفن درکوم.

قال رسول الله(صلی الله علیه وسلم): لومت قبلي لغسلتك و کفنتك… (أحمد والدارمی و ابن ماجه و ابن حبان والدارقطني والبیهقي) ۔

همدا راز ابونعیم په الحلیه او بیهقي او دارقطني دروایتونو په بنأ حضرت علي (رضی الله عنه) فاطمة الزهری(رضی الله عنها) ته غسل ورکړی، که څه هم درمختار په دي مسئلې رد لیکلی، کولای شئ پوره معلومات دځانګړي راتلونکي عنوان(دفاطمې رضی الله عنها، غسل او جنازي لمونځ) کې ولولئ.

ابن ابي شیبه دحضرت عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) له قوله لیکلي:الرجل أحق بغسل امرأته.

یعني میړه خپلې ښځي ته دغسل ورکولو په اړوند داولیت حق لري.

همدا راز ابن ابي شیبه د حضرت سلیمان بن یسار له قوله لیکي: یغسل الرجال امرأته، یعنې میړه کولای شي خپلې ماندینې ته غسل ورکړي.

میړه کولای شي خپلي ماندینې ته غسل ورکړي په دي اړوند زیاتره روایتونه مصنف ابن ابي شیبه ذکر کړي او دا ددې مذهب هم دی،خو په دې اړوند په ټولو روایتونو کې دعلماوو اختلاف شته.

نارینه او ښځي یو بل ته غسل؟

دسفر یا اقامت په داسي شرایطو کې چې دنارینه وو په ټولي کې یوه ښځه وي او وفاته شي، ده له به غسل نه ورکول کیږي بلکه تیمم به ورته وهل کیږي.

تیمم ورکونکی به خپل لاسونه په ټوټې ،دست کشو یا بل څه پوښي، که تیمم ورکونکی محرم وي پرته له لاس پوښلوتیمم ورکول جائزدی، عین حکم دهغه نارینه دی ،چې دښځو په ټولي کې وفات شي.

دنر ښځي(هیجړأ) هغه چې غړو اوفزیکي جوړښت ئې نیم په نیمه وي، هغه ته به هم په عین حکم تیمم ورکول کیږي.
همدا غوره او له اختلافي شکوکو پاکه مسئله دی.

هو : که دنارینه وو په ټولي کې دپورته شرایطو سره سم دښځي میړه موجود و بیا دعذر په بنأ دمصنف ابن ابي شیبه دروایتونو په بنسټ ، خاوند د خپلې ماندیني ته غسل ورکړي.

سر بیره پر دي ،که دنارینه وو په ټولي کې یوه ښځه وي او وفاته شي ،یا برعکس یو نارینه دښځو په ټولي کې وي او وفات شي په دي اړوند په بدایة المجتهد دري قولونه ذکر شوي دي.

دري قوله،چې دهر قول تر شا یوجماعت ولاړ دی .

لمړی : دویته به نه غسل ورکول کیږي اونه تیمم به ورته وهل کیږي ، دجنازي لمونځ به ئې ادأ کیږي، همداسي به خاوروته سپارل کیږي.

دویم : دکالیو سره به ورته غسل ورکول کیږي، یعني دلباس له سره به اوبه اچول کیږي.

دریم: که ښځه وي یواځي دمخ یا لاس تیمم به ورکول کیږي او که نارینه وي دمخ او لاسو تیمم به ورکول کیږي.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x