Farid-Malak-Afghan-Cricketer

افغان نولس کلنو ځوانانو په لومړي ځل پاکستاني نولس کلنو ټیم ته ماتې ورکړه

نن ټکی آسیا: د افغان نولس کلن ټیم تکړه لوبغاړي فرید ملک د اوو ویکټو له اخستلو وروسته افغان ټیم په دې وتوانېده، چې پر لومړي ځل د پاکستان نولس کلنو ځوانانو ته بېساري ماتې ورکړي.
پاکستان نولس کلن ځوانان په لومړي ځل په ٥٢ منډو خپله ټوله لوبډله له لاسه ورکوي او د ٢١٤ منډو په توپير لوبه بيلي .

افغان لوبډلې د لومړۍ توپوهنې په ترسره کولو سره په ټاکلو ٤٥ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٦ منډې جوړې کړي ، چې ځوان حشمت الله شهيدي ١٠٠ ، عثمان غني ٥٢ ، احسان الله ٣٤ ، ناصر جمال ٣٣ او يونس خان ٢٨ منډې وکړې .
د یادونې وړ ده ، چې د دې لوبې غوره لوبغاړى فريد ملک ونومول شو او د سريز غوره لوبغاړي جايزه حشمت الله شهيد ته ورکړل شوه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د