نظــر

خشخاش، كوكنار، ترياك، هېروئين او نور

عبدالمالک همت
د خشخاشو نباتاتي نوم ګلاشيم (Glaucium) دى.همدغه ګلاشيم هم د دغي كورني يو غړى دى. دغه بوټى د يوه متر په شاوخوا كي اوږده، نرۍ ساقه او اوږده بلګونه لري. د خشخاشو ګلان سره او سپين وي. د دغه بوټي د ګلانو په رژېدو سره د هغه د ساقې په سر كي يو ډول ګردۍ غوټۍ رامنځته كيږي چي دې ته كوكنار ( ډوډۍ يا کوکړې) وايي. د كوكنارو په منځ كي ميده تخم ته خشخاش وايي.

د كوكنارو له پوست څخه په نېښ وهلو سره سپينه شيره راوزي. دغه شيره بيا په هوا کي نيمي وچي ژاولي غوندي سي او رنګ يې هم بور( نسواري) واوړي. چي دغو ته ترياك يا افيون يا افيم وايي. افيون د يوناني كلمې اپيون يا اپيوم څخه اخيستل سوى لفظ دى.

د ترياكو تاريخ :
په انسايكلوپيډيا بريټانيكا كي وايي : د كوكنارو اصلي ځاى هغه ځمکه ده چي اوس په تركيه پوري اړه لري. يوناني طبيبانو په لومړۍ عېسوي پېړۍ كي له کوکنارو څخه د درملو په توګه ګټه اخيستل. بيا دغه بوټى د بين النهرين او يونان څخه ورو ورو د ختيځ پر لور خپور سو. داسي ښكاري چي په لرغونو مهالونو كي هنديانو او چينايانو دغه بوټۍ نه پېژندى. په لرغونو آسيايي ټولنو كي د ترياكو د كرلو دود او عادت هم د درملو په توګه د استعمالولو لپاره نه وو عام سوى.

چينايان د دغه توكي سره د اوومي زېږديزي پېړۍ په شاوخوا كي بلد سول. بيا د ترياكو څكول په اوولسمه پېړۍ كي له جاوا څخه چين ته ور وپېژندل سول او دغه دود هلته په خورا چټكۍ سره خپور سو. ورپسې خبره تر دې ورسېدل چي انګرېزانو د هند ترياك چين ته صادرول او دا د دوى د تجارت ستر توكى وو. په ۱۸۳۹ع.كال د چين حكومت ترياك منع كړل او نژدې شل زره صندخه ترياك يې چي د انګرېزانو په تجارتخانو كي پراته وه ضبط كړل او له منځه يې يووړل. انګرېزانو د چين د كانتن ښار كلابند كړ او بيا يې د چين سره هغه جګړې ته ور ودانګل چي د ترياكو په جګړه ونومول سول. دغه جنګ يو كال دوام وكړ. په پايله كي چينايان سولي ته اړ سول( ۱۸۴۲د اګسټ ۲۹). د هانګ كانګ كوچنى ټاپو يې انګرېزانو ته وركړ او پنځه نور بندرونه يې هم د انګرېزانو د سوداګرۍ پر مخ پرانيستل. په دې ترڅ كي امريكا او فرانسې هم له چين څخه امتيازونه تر لاسه كړل او د كاتوليك عېسوي مذهب د مبلغينو له كار او تبليغ څخه د ملاتړ امتياز يې هم په رسمي توګه په لاس راوړ.

په چيني ټولنه كي د ترياكو عمل د يوې ستونزي په توګه پاته سو، څو چي په ۱۹۴۹ع.كال هلته كمونيستي اوښتون رامنځته سو او د دغه عمل جرړي يې له بېخه وايستې.

د ترياكو څكول لومړى په شمالي امريكا كي او بيا په اروپاكي هله پيل سول چي د هندي تمبكو څكول په پايپ كي پيل سول. ځينو كسانو به ترياك د تمبكو سره ګډول او څكول او ورو ورو دغه ډول څكول د ترياكو د كارولو غوره دود وګرځېد.

په لوېديځ كي د دردونو د آراموونكي درمل په توګه د ترياكو په پراخه پيمانه كارول په اتلسمه پېړۍ كي رامنځته سول. دغه مهال په ډېرو patent درملو، په يو ډول ټينچرو( له ترياكو او الكولو څخه په جوړو سوو ټينچرو) او په ځينو نورو مسكنو درملو كي ترياك ستر توكى وو. دغه درمل بېخي په آزاده توګه كارول كېدل او په دې هكله څه قانوني او روغتيايي بنديز نه وو.

وروسته چي د ترياكو كر په هند، تركيه او چين كي زيات سو او كله كله نورو هيوادونو ته هم لېږدول كېدل، له ترياكو څخه د
هېروئينو جوړول رامنځته سول او په سر ترسره نړۍ كي يې په مليونونو وګړي په استعمال روږد سول.

خو څنګه چي وروسته د دې مادې سخت وژونګي ضررونه په ډاګه سول. نو د شلمي پېړۍ په دوهمه نيمايي كي د نړۍ په ډېرو هيوادونو كي د هغو استعمال او كار وبار منع سو. خو د دې سره سره اوس هم ترياك او هېروئين په ډېرو هيوادونو لكه برما، افغانستان، لاووس، پاكستان او نورو كي توليديږي او

د مخدروموادو د مافيايي بانډونو له خوا كوم چي زيات غړي يې امريكايان او اروپايان دي په خورا پراخه پيمانه نورو هيوادونو ته صادريږي. د دغو مخدرو موادو د غير قانوني كاروبار پيسې د ځينو اروپايي هيوادونو په بانكونو او نورو كي لاندي باندي كيږي.
د اړوندوسر چينو او خبري رسنيو له خولې ويل سوي دي چي په ۲۰۰۶ع. كال يوازي له افغانستان څخه د درو مليارډو ډالروپه ارزښت مخدر مواد اروپا ته صادر سوي دي چي اويا فيصده ګټه يې لويو اروپايي كار وباريانو او دېرش فيصده يې د افغانستان بزګرو او نورو ته رسېدلې ده.

د ترياكو روغتيايي ضررونه :
لكه چي وويل سول ترياك څو پېړۍ د دردونو اصلي آراموونكي ګڼل كېدل او په درملو ګډېدل. اوس هم د خشخاشو، كوكنارو او ترياكو څخه د درملو په توګه او په درمل جوړولو كي كار اخلي.

د خشخاشو د پوستکى خورک خوب راوړي، دردونه تسکينوي او قبض پيدا کوي. خو ترياك چي خلك يې د نشې په ډول استعمالوي د انسان روغتيا ته ډېر مضر توكي دي. بدن ډنګروي، اشتها بندوي. ترياک د دماغ او رئيسه اعضاوو( د بدن د بنسټيزوغړو لکه زړه، دماغ، اينې اونورو ) اوعصبي نظام ( نروس سيسټم ، Nervous System ) لوى دښمنان دي. د انزال د ځنډېدو سره مرسته کوي، خو وروسته انسان کمزورى کوي. که څوک ترياک، يا شراب يا بنګي يو څو موده وخوري، د بدن حجرات يې مړه کيږي او بدن يې لکه د وني تشه تنه غوندي کيږي. څنګه چي ترياک خوب ډېروي له دې امله ځيني ميندي د دې لپاره چي د ماشوم له ژړا څخه فارغي سي يا خپل کار په بيغمۍ سره وکړي، نو کوچني ته لږ ترياک ورکړي، چى هغه آرام بيده سي. خو د
دې څخه د کوچني زړه، معده، ځګر او دماغ ټول کمزوري کيږي او ماشوم په ناروغي اخته کيږي.

لكه چي پوهيږو د ترياكو له شيرې څخه كومه چي له تازه كوكنارو او د هغو له تازه خشخاشو څخه راوزي مورفين (morphine)، هيروئين(Heroin)، كوډئين (Codeine)، پاپاورين(Papaverine)او نور استخراجوي.

مورفين :
يو ډول مخدر او درد آراموونكي زهري مواد ( د ترياكو جوهر، ترخه الكوئيډ ) دي چي په درملو كي استعماليږي. مورفين د لومړي ځل لپاره د ۱۸۰۴ع. كال په شاوخوا كي د يوه جرمني درمل جوړوونكي F.W.A. Sertürner له خوا له ترياكو څخه وايستل سول.

هېروئين :
يو نشه لرونكي سفوف يا پوډر دي چي د مورفينو له مشتقاتو ( ترياكو ) څخه د كېمياوي عمليې په پايله كي په لاس راځي او بېخي ډېر خطرناك مواد باله سي. د دغو زهرجنو موادو استعمال د انسان پر بدن او مغزو داسي ناوړي اغېزي ښندي چي د ترياكو پر ناروغيو سربېره يې په نورو داسي ناروغيو اخته كوي چي د ډېر عمر ناروغ غوندي تل بې سده پروت وي يا بېخي لېونى ځني جوړ سي.

دغه وژونكي مواد د لومړي ځل لپاره په 1898ع. كال د جرمني د باير كمپنۍ له خوا له مورفينو څخه كشف سول. هيروئين په لومړيو وختونو كي د مخدرو او آراموونكو موادو په توګه استعمالېدل.

بيا به که خدای کول د پورتنيو توكو په هكله شرعي او فقهي احكام په ښه مفصله توګه درته بيان کړم. وما توفيقي الا بالله .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x