نړۍ

منور حسن: بمبارۍ امنیت او چاودنې شریعت نشي راوړلای

نن ټکی آسیا: د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سید منور حسن وايي، چې د جیټ الوتکو بمبارۍ امنیت نشي تامینولای او چاودنې شریعت نافذولای نشي.

نوموړي چې یوې سترې غونډې ته یې خبرې کولي، زیاته کړه چې دیني ډلې په ځانګړې توګه دیوبندي علماء کرام باید د پاکستان د سوکالۍ په او د اسلام په اړه د منفي فکرونو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.
نوموړي څرګنده کړه، چې حکومت د امریکا د فشارونو له کبله له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو پروسه سبوتاژ کړه او د طالبانو په اړه دا پروپاګند چې ګواکې هغوی هېڅ قانون ته غاړه نه ږدي، د ځانګړو هدفونو لپاره لګول کېږي.
ښاغلي منور حسن وویل، چې اوسنی حکومت د امریکا دا غوښتنه چې شمالي وزیرستان دې کنډواله-کنډواله شي؛ پوره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x