دفلکي علومو لارښود (24) داسماني کرې ددوو اهم نظامو پېژندنه

مفتي احسان الله

داسماني کرې دوه نظامونه:

لکه مخکې چې مو وویل، پر زمکنۍ کره باندي دیو ځای یا یو شخص دتعین لپاره دطول بلد او عرض بلد دخطو پژندنه لازمي ده، همدا شان پر اسماني کره یا تشیال کې هم که دیو اسماني جرم معلوموو، نو ددوو نظامو پېژندنه اړینه ده، یو ته افقي نظام او بل ته استوائي نظام ویلکیږي.

افقي نظام Horizon System:

دطول بلد او عرض بلد په شان هر نظام لره مبدأ یا دپیل نقطه شته، دافقي نظام لپاره دپیل نقطه سمت الراس ده، ځکه چې دزمکي حرکت له غرب نه دشرق پر لور ده، ددې دنظام لپاره اساسي دایره بیا دایره افق ده، یعني که دیو جرم زاویه افق معلوموو، نو له سمت الراس او له دایره افق نه به يې زاویه معلومه کړو.

زاویه ارتفاع Altitude:

دافقي نظام په قانون که دیو اسماني جرم ځای ځایګی پیدا کوو، نو دهغه لپاره لازمه ده چې دهغه جرم زایوه ارتفاع یا زایوه زیر افق معلومه کړو، له افق نه بره زاویه ارتفاع او تر افق لاندي زاویه زیر افق بلله کیږي.

مثلا:

دصبح صادق او عشا په وخت کې لمر تر افق لاندي وي، او له افق نه -18 یا -15 درجې زیر افق وي، له سمت الراس نه بالترتیب 108 یا 105 درجو پر فاصلې موجود وي.

سمتي زاویه (الاتجاه الافقي) Azimuth:

دراسي دایرې او دایره زوال په منځ کې بندې مسافې ته زاویه السمتیه Azimuth یا الاتجاه الافقي ویلکیږي، دا زاویه همیشه په دایره افق سره ناپيږي، یعني قوس به يې همیشه دایره افق وي.

دایره ارتفاع Vertical Circle:

سمت راس او پر فلکي جرم (مثلا: سپږمۍ) باندي جوري دایرې ته دایره ارتفاع وايې، او دایره ارتفاع همیشه دایره عظيمه وي.

فایده:

دایره ارتفاع دیو فلکي جرم او سمت الراس باندي جوړيږي، سمت الراس متعین دی، البته فلکي جرم خپل موقعیت همیشه بدلوي، د مثال په توګه لکه لمر، نو دفلکي جرم دموقعیت بدلو سره دایره ارتفاع هم بدلیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د