
د برتانیې پر پارلمان برید کې یو مېرمن وژل شوي، څو نور ټپیان دي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ وری، ۱۳۹۶ل): د برتانیې په پلازمینه لندن کې هغه مهال د پارلمان پر ودانۍ برید وشو کله چې هلته د لومړۍ وزیري استیضاح روانه وه.
د پيښي په پایله کې یوه مېرمن وژل شوې او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي چې اقلا دوه تنه یې پولیس دي.
ددې تر مخه رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله د ۱۲ تنو د ټپې کېدو خبر ورکړی و.
د راپورونو سره سم نن د ورځي یوه کس د خپل موټر په واسطه د پارلمان مخ ته خلک په موټر ووهل، خپل موټر یې د پارلمان په بهرني اوسپنیز دیوال وواهه او بیا یې یو پولیس په چاړه وواهه، خو وروسته د یوه بل پولیس په ډزو سره ووژل شو.
ددې تر مخه داسي ویل کېدل چې پر پارلمان وسلوال برید په داسي مهال کې شوی چې دننه د هیواد لومړۍ وزیره او د پارلمان غړي حاضر وو.
د لندن پولیسو ویلي چې لومړۍ وزیره او نور چارواکې ټول خوندي دي، خو د هغوی څخه غوښتل شوي چې تر څو امنیت ډاډمن شوی نه وي، له ودانۍ دي بهر نه را وزي.
بل خوا د امریکا په نیویارک ښار کې هم د برتانیې د کونسلګرۍ او سفارت مخته امنیتي تدابیر سخت کړل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې ده ته د پيښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي او پېښه یې «مهمه» بللې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی ددغه پيښي څارنه له نیژدې کوي.