افغانستان

رسنیو کې د ستراتيژيک تړون په پلوۍ اعلانونه ایساف او آسیا فاونډیشن خپروي

نن ټکی آسیا: د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي وايي، چې د دوی تحقیقاتو وښودله چې د کابل په اکثره رسنیو کې د ستراتیژیک تړون د ژر لاسلیک لپاره تبلیغات او اعلانات د ایساف او آسیا فاونډیشن په مالي ملاتړ خپرېږي.

نوموړي نن له آزادۍ راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال وویل، چې په رسنیو کې د ستراتیژیک تړون په تړاو د اعلاناتو د خپرولو په باب یې جدي پلټنې کړې او لا هم ادامه لري.
د نوموړي په وینا، چې د دې ټولو تبلیغاتو او اعلاناتو تر شا د ایساف او آسیا فاونډیشن مالي تمویل تړلی.
نوموړي له رسنیو څخه یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې د پردیو لپاره پر خپلو ملي ګټو او ملي اهدافو له سودا کولو ډډه وکړي.
ښاغلي عزیزي په مرکه کې په ځانګړې توګه طلوع تلویزیون او کلید راډیو ته ګوته ونیوله، چې په دې چاره کې تر نورو مخکې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x