شعـــــرونه

غزل/ ساميه تبسم

ساميه تبسم
پاک به وي صفا به وي انسان به وي
ښکلی په نامه د مسلمان به وي

نیک اخلاق او عقل خدای ورکړی وي
وو که وي نو خاماخا افغان به وي

ستوري یې لا لار تعقیبول غواړي
لمر به وي سپوږمۍ به وي روښان به وي

ږغ به پر اُحـد وي د اَحـد اَحـد
شرنګ به وي د تورو او غازیان به وي

دا اسلامي خاوره شریعت غواړي
ټول ورته تسلیم به وي قران به وي

ما تبسم وستایل دا ټول ځکه
زړه کې به مې خاماخا ایمان به وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سامیه تبسم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x