
پسرليه!/ حمدالله حلميار
حمدالله حلميار
پسرلیه! رانه مه غواړه سندرې
په بڼو پېیو د اوښکو مرغلرې
چنارونه د باروتو لمبو وسول
اور وهلې دي د شنو غرونو نښترې
نه هیلۍ شته او نه زاڼې نه کوترې
په هوا ګرځي جنګي هلیکوپترې
پسرلیه! د غمونو دومره زور وو
اوس مو زړونه شول فقط لکه ډبرې
پسرلیه غاټولان شهیدان شوي
بلبلان ورک دي، مرغۍ دي مسافرې
حلمیاره په همدې تمه پاییږو
چې له چا واورو د مینې څو خبرې
حمدالله حلمیار