د نن سرلیکنه

د جنرال میلي څرګندونې تر کومه واقعیت لري؟- سرمقاله

د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مربوط دايساف دګډې قوماندانۍ قوماندان امريکايي ډګرجنرال مارک ميلي له خبریالانو سره په خپلو څرګندونوکې وویل چې وسله والو طالبانو د تير پسرلي پر مهال په جګړه ييز موسم کې ماتې وخوړه او افغان ملي ځواکونو وکولى شول خپلې سيمې وساتي او له ځانه دفاع وکړي.

نو موړي دغه څرګندونې د امريکا د دفاع وزارت له خبريالانو سره له افغانستانه د ويډيو له لارې کړې دي.

ډګرجنرال مارک میلي داهم ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې رُخ د طالبانو لوري ته نه دى.

له بده مرغه له تیرو دولسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د امریکایانو پوځي تګلاره د دهغوئ د پوځي جنرالانو او قومندا نانو په د ا ډول ناسمو او له واقعیت نه لیري څرګندونو بناء ده.

دغه پوځي جنرالان د ژورنالیستانو له محرجوپوښتنو څخه د ځان ساتنې په غرض تل داسې څرګندونې کوي چې هغه د افغانستان د ننه له ځمکنیو واقعیتونو سره په ټکر کې وي .

د بیلګې په توګه جنرال مارک میلي په خپلو څرګندونوکې د طالبانو د ماتې او دهغوئ په مقابل کې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا اظهار کړی دی .

خو که د هغه څرګندونې د هیواد په داخل کې له ملموسو واقعیتونوسره وکتل شي نو ښکاره توپیریې ترمنځ لیدل کیږي ؛ځکه نوموړي په داسې حال کې دطالبانو د ماتې خبرې کوي چې هغوئ د جګړې او مقاومت کرښه د هیواد له لیري پرتو سیمو څخه د کابل په زړه کې د ارګ دروازې ته را ورسوله.

په میاشت کې هغوئ په پرلپسي ډول هره اونۍ دکابل په زړه کې داسې خونړي بریدونه تر سره کوي چې په ترڅ کې په لسګونو بهرني او کورني پوځیان مړه او ژوبل کیږي.

جنرال میلي په داسې حال کې د افغان داخلي ځواکونو د پیاوړتوب ادعاکوي چې خپله د افغان ځواکونو پوځي قومندانان دهغوئ په مقابل کې د نا امنیو دزیاتوالي اعتراف کوي .

د جنرال مارک میلي تر دغې وینا یوه اونۍ مخکي د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې؛ د شپږ زره او اته سوه انتخاباتي مرکزونو له جملې څخه یې څلورسوه او څوارلس د نا امنیو له وجې ، له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

همدا راز د هیواد په مرکزي ولایت غزني او ختیځ ولایت نورستان کې خپله دولتي چارواکي په دې اعتراف لري چې د جدي امنیتي ګواښونو له وجې د یادو ولایتونو په اکثرو ولسوالیوکې د انتخاباتو ترسره کول ناشوني دي .

که ريښتیا هم د طالبانو د ماتې او د دولتي ځواکونو دپیاوړتوب په اړه د جنرال مارک میلي څرګندونې واقعیت ولري نو بیا امنیتي ګواښونه د چا لخوادي او ولي د هیواد په اکثرو برخوکې دانتخاباتو تر سره کول ناشوني دي .

امریکايي جنرالان او امنیتي چارواکي باید د خپلو مطبوعاتي څرګندونو په مهال د احساساتو تر تاثیر لاندې رانشي او پر هغو واقعیتونو اعتراف وکړي چې په افغانستان کې د دوئ ځواکونه ورسره مخ دي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x