افغانستان

طالبانو سنګین ولسوالۍ ونیوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ وری، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي د یوه خبر په خپرولو سره ادعا کړې چې د دوی ځواکونو په هلمند ولایت کې سنګین ولسوالۍ په بشپړه توګه ونیوله.

نوموړی په خپل هغه پیغام کی چې نن ټکی اسیا ته یې را لیږلی، ویلي چې تېره شپه یې د ولسوالۍ تر څنګ امنیه قومندانۍ او مهمه قرارګاه هم نیولي.

ښاغلي احمدي زیاته کړې چې په دغه ولسوالۍ کې محاصره عسکر د الوتکو په واسطه له سیمې تښتیدلي.

تر اوسه د پیښې په اړه نور جزئیات نشته او نه هم د کورنیو چارو او دفاع وزارت په دې اړه څرګندونې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې سنګین ولسوالۍ کې له څو میاشتو راهیسی جګړه روانه وه چې د ژغورلو لپاره یې داسې هم ویل کیدل چې امریکایي ځواکونو هم په جګره کې برخه واخیسته چې له امله یې د امریکایانو په یوه بمبار‌کې په لسګونو ملکي وګړي ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x