افغانستان

طالبانو روزګان کې د پنځلسو امنیتي پوستو قوماندان حاجي سیلاب وژلی

نن ټکی آسیا: طالبان وايي،د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې یې د پنځلسو امنیتي پوستو مشر او د پولیسو مخکښ قوماندان حاجي سیلاب وژلی.
د طالب ویاند قاري محمد یوسف احمد په خبره، قوماندان سیلاب پرون مازېګر د دهراود ولسوالۍ په کم کوچ سېمه کې د نوموړي پر سراچه ډوله موټر د چاودنې په مټ له خپلو دوو ساتونکو سره ځای پر ځای ووژل شو.

نوموړي زیاتوي، چې :« نوموړی قومندان اوس مهال په سیمه کې د ۱۵ امنیتي پوستو مشري په غاړه درلوده یرغلګرو ته ډیر وفادار ؤ ، هغه مهال چې یرغلګرو په افغانستان دلمړي ځل لپاره بریدوکړ نوچورلکي یې هم دده په ځای کښېنولي
نوموړي په سیمه کې په سخت ظلم اووحشیتوب سره شهرت درلود دګڼ شمیرمجاهدینو اوعامو مسلمانانوپه شهادت اوځورونه کې یې پراخ لاس درلود .»
د روزګان سیمه یېزو چارواکو د قوماندان سیلاب د وژنې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x