دیني، سیرت او تاریخ

د خشخاشو، كوكنارو، ترياكو، هېروئينو په هكله شرعي او فقهي احكام

دا خامخا او په غور ولولئ.

عبدالمالک همت

     لومړى به وګورو چي په دې اړه  قرآن كريم څه فرمايي. بيا به وګورو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه څه استنباطيږي. بيا به د فقهي د ځينو ( مختصرو ) متونو او د هغو د شرحو او حاشيو خبري راوړو. او بيا به وګورو  چي د فقهي نور كتابونه په تېره مطول كتابونه په دې هكله څه وايي :

د قرآن كريم احكام :

     دلته تر ټولو د مخه بايد ووايو چي پر انسانانو باندي د حل او حرمت حق د لوى څښتن  دى. خو هر څه چي لوى څښتن پر مسلمانانو حرام كړي دي، پر دوى باندي د قهر او هغو ته د جزا وركولو لپاره نه دي، بلكي لوى څښتن پر خپلو بنده ګانو باندي د لورېيني او پېرزويني په خاطر هر هغه څه  چي د دوى په ګټه، پاك او بې ضرره دي حلال كړي او هر هغه څه چي ضرري او ناپاكه دي هغه يې ورته حرام كړي دي. دلته ستاسي توجه لاندي آيتونو او د  هغو ژباړو ته را اړوو :

     لوى څښتن فرمايي:

     ﴿ يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ ﴾ [ المائده: ۴ ]

ژباړه: خلك له تا څخه پوښتنه كوي چي هغو ته څه شي حلال كړى سوي دي، ورته ووايه چي تاسي ته پاك شيان حلال كړل سوي دي.

     ﴿ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ ﴾ [ الاعراف: ۱۵۷ ]

ژباړه:  هغه امي پېغمبر پاك شيان حلالوي او ناپاك حراموي.

     ( د دې آيتونو په استناد پوهان وايي : هر هغه څه چي روغتياته ګټه رسوي هغه پاك او طيب دي او هر هغه څه چي ضرر ورته رسوي شراب وي كه چرس يا ترياك يا نوري نشه كوونكي ګولۍ يا نور څه وي هغه ناپاك او خبيث دي).

بل ځاى فرمايي :

     ﴿ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ ﴾[ البقره : ۱۹۵ ].( تاسي په  خپلو لاسونو خپل ځانونه په هلاكت كي مه اچوئ.

     بل آيت مبارك دى :

     ﴿ وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا ﴾[ النساء: ۲۹ ]

يعني خپل ځانونه مه وژنئ. باور ولرئ چي لوى څښتن پر تاسي مهربانه دى.

د دې آيت په استناد عالمان وايي : مسلمان ته روا نه ده چي له داسي خوراك يا څښاك څخه استفاده وكړي چي سمدستي او يا يې په تدريج هلاك كړي او يا ورته مضر او موذي تمام سي. ( وګورئ منهيات در اسلام۴۷۲مخ ).

     بل ځاى فرمايي :   

     ﴿ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا (26) إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا (27) ﴾ [ الاسراء: ۲۶ ، ۲۷ ]

ژباړه: بې ځايه لګښت ( اسراف ) مه كوئ، بې ځايه لګښت كوونكي د شيطانانو وروڼه دي او شيطان د خپل  څښتن نا شكره دى.

    په دغو ناولو توكو روږد كسان د هغو پر رانيولو زښتي زياتي پيسې د هغو خرڅوونكو او قاچاقبرانو ته وركوي. چي دا په دغه آيت كي له ويل سوي اسرافه څخه پرته بل څه كېداى سي؟        

د رسول صلی الله علیه وسلم سپېڅلي لارښووني :

     رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي :

     « كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ » . (مسلم ، كتاب الاشربة، باب بيان انه كل مسكر خمر و انه كل خمر حرام ۷۰ ــ ( ۱۷۳۳) حديث ).  

     د پورتني  حديث معنا داده چي هر نشه كوونكى شى حرام دى.

    دغه راز د رسول صلی الله علیه وسلم بل حديث دى :

     « كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ و كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ » په بل حديث كي داسي راغلي دي :

     « كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ و كُلُّ خَمْرٍ حَرَامٌ » . (مسلم ، كتاب الاشربة ). يعني هر نشه كوونكى شى خمر ( شراب ) باله سي او هر نشه كوونكى يا هر خمر حرام دي.

     بل حديث دى : «نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ كُلِّ مُسْكِرٍ وَمُفَتِّرٍ». (رواه ابوداود في الاشربة . قال الحافظ الزين العراقي : اِسناده صحيح وصححه السيوطي في الجامع الصغير ) . يعني رسول صلی الله علیه وسلم له هر نشه كوونكي او كمزوري كوونكي شي څخه منع فرمايلې ده.

     بل حديث دى : « لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ ». (مسند امام احمد او سنن ابن ماجه). يعني نه خپل ځان ته ضرر رسول جايز دي نه بل چا ته.

     د چرسو ترياكو او داسي نورو استعمال هم بدني ضررونه لري او هم مالي.

     د الزواجر په ۱/ ۳۰۵ مخ كي وايي چي دغه حديث د چرسو، ترياكو او داسي نورو شيانو په تحريم كي اصل او بنسټ دى. او مفتر هر هغه شي ته وايي چي فتور، ضعف، سستي، كهالي او كمزوري راولي. او دغه شيان ټول مسكر ( نشه كوونكي )، مخدر ( د اعصابو سستي او تشنج راوړونكي ) او مفتر ( د بدن د غړو كمزوري كوونكي ) دي. په دغه كتاب كي يې د چرسو او نورو مخدراتو د ديني او روغتيايي ضررونو په هكله ډېر مفصل بحث كړى او د چرسو (۱۲۰) ديني او دنيوي تاوانونه يې بيان كړي دي او چرس يې تر شرابو ډېر بد ګڼلي دي. وايي چي ابليس تر بل هر څه زيات د چرسو په څكولو خوشاله كيږي. ځكه چي دايې خسيسو نفوسو ته ښايسته ايسولي او هغو هم روا ګڼلي او څكوي يې.     

     د بخاري په” كتاب الاشربه، باب ما جاء في ان الخمر ما خامر العقل “ كي د حضرت عمر رضي الله عنه خطبه راوړل سوې ده. په دغه خطبه كي هغه فرمايي :« الْخَمْرُ مَا خَامَرَ الْعَقْلَ ». ( خمر هغه دي چي عقل غايب، ګډوډ او زايل كړي او له خپله اصلي حالته بدلون ورته وركړي ).

     امام ابن حجر رحمة الله عليه د فتح الباري په ۱۰/ ۶۰ مخ كي د دغو ټكو د څرګندولو په ترڅ كي مفصل بحث كړى دى چي لنډيز يې دادى : حضرت عمر رضي الله عنه په دې هكله د شرعي تعريف داسي بيان كړى دى چي كوم خمر چي د شرعي په ژبه حرام بلل سوي دي هغه دي چي عقل ګډوډ او له خپله حالته بدل كړي. نور احاديث هم سته چي هر مسكر او عقل ګډوډوونكى شى، له انګورو په لاس راغلى وي يا له بل شي څخه خمر باله سي.

     حضرت ملا علي قاري د مرقاة په ۷/ ۲۲۶ او ورپسې مخونو كي او شيخ عبدالحق محدث دهلوي د اشعة اللمعات په ۳/ ۲۹۰ او ورپسې مخونو كي وايي چي هر هغه څه چي مسكر ( نشه كوونكي ) وي او عقل ګډوډوي له انګورو وي ياله بل شي څخه خمر باله سي او حرام دي.

     په دې ډول شراب، چرس، ترياك، هيروئين او داسي نور ټول مخدرات كوم چي عقل ګډوډوي خمر او حرام باله سي.     

د فقهي د ځينو متونو او د هغو د شرحو او حاشيو خبري :

     د هدايې د كتاب الحدود په باب حد الشرب كي يې د بنګو استعمال مباح بللى دى او كه څوك د هغو له خوړلو څخه نشه سي د حد د جاري كېدو موجب يې نه بولي.

     په عنايه كي وايي چي :” په هدايه كي چي يې د بنګو د اباحت په هكله ويلي دي دا د عامو كتابونو موافق خبره ده. خو د امام محبوبي په  جامع الصغير كي يې د بنګو نشه حرامه بللې ده، او پخپله بنګي يې حرامي نه دي بللي“.

     د بحرالرائق د كتاب الحدود، باب حد الشرب په ۵/ ۴۶ مخ كي هم وايي چي: ” بنګي پر صحيح مذهب مطلقاً  حلالي دي“.

     خو د بحر الرائق په حاشيه منحة الخالق كي ليكي: ” څه چي په تنوير الابصار كتاب كي ويل سوي دي د دې خلاف دي. په هغه كي وايي: د بنګو، چرسو او ترياكو استعمال حرام دى. خو حراموالى يې د شرابو غوندي نه دى. ورپسې وايي: بنګي دوه ډوله دي كومي چي عقل زايلوي هغه  حرامي دي او پر دې فتوا ده. او بل ډول يې مباح دي. دغه ډول يې كه څه هم عقل مختلوي خو زايلوي يې نه“. ( د بحر د  ۵/ ۴۶ مخ لمن ليك ).

د فقهي د نورو مطولو كتابونو څرګندوني :

     دا خو د فقهي د ځينو ( مختصرو ) متونو او د هغو د شرحو او حاشيو خبري وې. اوس به وګورو چي د فقهي نور كتابونه په تېره مطول كتابونه په دې هكله څه وايي :

     په درالمختار كي وايي : ” د بنګو، چرسو او ترياكو خوړل حرام دي. ځكه چي دا شيان د سړي عقل فاسدوي او د خداى له ذكر  او لمانځه يې را ګرځوي. او څوك چي بنګي او چرس حلال بولي هغه زنديق او مبتدع دى. بلكي ځينو ويلي دي چي په دې خبره كافر كيږي او مرګ يې روا كيږي“. ( وګورئ ردالمحتار۵/ ۴۰۴،۴۰۵مخونه).  

     د ردالمحتار په همدغو مخونو كي وايي:

     ” دا چي په هدايه او نورو كي يې د بنګو استعمال مباح بللى دى، موخه يې د درملني لپاره د هغو لږ استعمال دى. په غاية البيان كي د شرح شيخ الاسلام په حواله وايي چي : د درملني لپاره د سقمونيا Scammony)  يو ډول د سريښو غوندي درمل چي د سختو جلابو لپاره يې استعمالوي ( .

او بنګو لږ استعمال مباح دى او د ډېرو استعمال يې چي څوك وژني او يا يې عقل له منځه وړي حرام دى او حراموالى يې هم د هغو د مضر والي له امله دى. ابن حجر د ځينو علماوو له خولې ويلي دي چي د چرسو په استعمال كي يوسل وشل ديني او دنيوي ضررونه سته. دا چي څلورو امامانو په دې هكله څه نه دي ويلي دا له دې امله وو چي د هغو په وختو كي چرس نه وه. چرس د چنګېزيانو په وختو كي د شپږمي سپوږميزي پېړۍ په وروستيو او د اوومي پېړي په لومړيو كي پيدا سول“.      

      د الفقه على مذاهب الاربعة په ۲/ ۸ مخ كي وايي :” هر هغه څه چي بدن او عقل ته ضرر رسوي لكه ترياك، چرس او كوكايين Cocaine)يوه نشه كوونكې او بې حسه كوونكې دوا( او د مضرو او مسموموونكو ټولو شيانو استعمال په شديد حرمت سره حرام دى“.

     د حلال و حرام در اسلام په ۱۰۴ مخ كي ليكي : ” مخدر مواد لكه چرس، ترياك، هيروئين او نور حرام دي “.  په نوموړي كتاب كي يې د دې موادو ډول ډول ضررونه په تفصيل سره بيان كړي دي او د هغو او د شرابو فرق يې نه دى كړى. ان تر شرابو يې بد تر ګڼلي دي.

     پورته خبروته ورته خبري يې په فتاوٰى عزيزي ۲/ ۱۲۰ مخ كي هم كړي دي.

     دغه راز يې په الزواجر عن اقتراف الكبائر كتاب كي له ۱/ ۳۰۵ تر۳۱۰ مخونو پوري د بنګو، چرسو، ترياكو او داسي نورو د حرمت او زياتو روغتيايي ضررونو په هكله د اسلامي عالمانو او نامتو طبيبانو د ويناوو او نظريو په استناد په تفصيل سره څرګندوني كړي دي. د دې توكو د استعمال له بديو څخه يې يوه دا ليكلې ده چي له استعمالوونكي څخه يې د مړيني پر مهال د شهادتينو ويل هېريږي. لوى څښتن مودي آل او اولاد ځني وساتي.

     په پاى كي بايد ووايو چي په دې هكله ستر اوسمهالي اسلامي پوه او فقيه علامه عبدالرحمن الجزيري د كتاب الفقه على المذاهب الاربعة په ۵/ ۲۸مخ كي د يوه ډېر اوږده بحث په ترڅ كي د بيرو، چرسو او نورو مخدراتو د حراموالي په هكله ډېري مدللي څرګندوني كړي دي چي موږ يې دلته لنډيز د ګرانو لوستونكو د لا زياتي استفادې لپاره وړاندي كوو :

     ځيني فاسقان فكر كوي چي د بيرو چيښل روا دي، ځكه چي دا د اوربشو اوبه دي. او څنګه چي چرس او نور مخدر مشروبات د رسول صلی الله علیه وسلم په وختو كي نه وه او د هغو د تحريم په هكله كوم نص ( آيت ) هم نه دى راغلى نو د هغو استعمالول حلال دى. په داسي حال كي چي ټولو اسلامي عالمانو د چرسو، ترياكو او نورو پر حراموالي اجماع كړې ده. په دې هكله د مصر د مفتي فتوا هم صادره سوې ده. او د مجلة الازهر د ۱۳۶۰سپوږميز كال د برات ( شعبان ) په ګڼه كي خپره سوې ده. د دغو موادو د استعمال په حراموالي كي هيڅ شك نسته ځكه چي دا د سترو ضررونو او زياتو مفاسدو لامل ګرځي. عقل فاسدوي او بدن د ډول ډول ناروغيو سره مخ كوي. نو هيڅ ممكنه نه ده چي شريعت دي د هغو استعمال اجازه وركړي. ځينو حنفي علماوو ويلي دي :”څوك چي چرس حلال بولي هغه زنديق او مبتدع دى“. دغه راز څوك چي نور داسي مخدرات كوم چي ضرر يې تر چرسولاهم زيات دى حلال بولي هغه هم زنديق او مبتدع دى.

     همدغه ټولي لوړي يادي سوي بدۍ او ضررونه په ترياكو كي هم سته، بلكي د ترياكو ضررونه نور هم زيات دي او نور نوي مخدرات هم دغسي دي. څوك چي له دغو مخدراتو څخه كوم شى حلال بولي له هغو كسانو څخه دى چي پر لوى څښتن افترا كوي او يا پر لوى څښتن هغه څه وايي چي په خبر نه دي. زموږ پاك اسلامي شريعت څنګه داسي شى حلالوي چي اسلامي ټولني او د مسلمانانو بدن، عقل، دين، اخلاقو او مزاج ته يې مادي، روغتيايي او نور ډول ډول ضررونه د شرابو په نسبت زيات رسيږي ؟  د دې شيانو د حلال والي خبري يا  داسلام په هكله جاهل كوي يا يې زنديق او مبتدع كوي.

     د اسلام دښمنان موږ د شرابو، چرسو، هيروئينو او نورو په نشو د دې لپاره اخته كوي چي زموږ ځوانان ضعيف سي، شته يې خرڅ سي، له مړاني ولوېږي، شهامت يې له منځه ولاړ سي او عقلونه يې فاسد سي، څو د پر مختللو ولسونو سره په سيالي او مبارزه  كي وروسته پاته سي او غليمان پر مسلط او هيواد يې د هغو تر ښكېلاك لاندي راسي. لكه چي اسرايل د عربو د هلاك لپاره په هغو كي چرس او ترياك ترويجوي. ( دا وې د الفقه على المذاهب الاربعة څرګندوني چي په لنډه توګه وړاندي سولې ).

     ( د يادولو وړ ده چي اوس امريكايان، اروپايان او د دوى ګوډاګيان په ظاهره د ترياكو او هېروئينو د كرلو او دودولو پړه پر افغانانو او نورو اچوي، خو له اصله دوى په ډول ډول چلونو د مسلمانانو او نورو بې وزلو ولسونو دين او صحت ته مضر توكي لكه شراب، چرس، هېروئين، سګرېټ او نور په دوى كي دودوى او له دې دركه په مليارډونو ګټي هم تر لاسه كوي).

     په دې هكله زما هيله له درنو او حق پالو مسلمانانو څخه داده چي موږ مسلمانانو بايد د پورته صريحو او مستندو  حكمونو او دلايلو په مقابل كي د  ځينو كتابونو او كسانو په غير مستندو څرګندونو ناسم استدلال ونه كړو، بلكي د  حقايقو له ليدو ، تقوا او زښت زيات احتياطه كار واخلو.     

څرګندونه :

     تاسو پوهېږئ چي زموږ دولتي چارواكي د شرابو، چرسو،  هېروئينو او داسي نورو ټولو په ديني او روغتيايي تاوانونو ډېر ښه پوهيږي او د كفري دولتونو چارواكي كه يې په ديني تاوانو پسي نه ګرځي، روغتيايي تاوانونه خو يې ښـه ورمعلوم دي. خو څنګه چي په چرسو زموږ په هيواد كي ډېر خلك روږد دي او پر شرابو هم زياتره د كفري او اسلامي هيوادونو ډېر عياش او فحاش چارواكي او شتمن او بې بندوباره خلك خوند اخلي، نو نه زموږ د دولت چارواكي په دې هكله دومره سر ګرځوي، نه د كفري هيوادونو چارواكي.  خو څنګه چي د ترياكو او هيروئينو په اړه د كفري هيوادونو د سراښو طاغوتي مادي پالو ځواكونو لېوالتيا  ــ
د دوى او د نړيوالو قاچاق وړونکو د ګټو په پام کي نيولو سره زياته ده، نو كفري هيوادونه او د هغو لاسپوڅي زياتره تبليغات يوازي د ترياكو او هيروئينو پر ضد كوي. البته دا د دې لپاره نه كوي چي ګواكي هغوى د خپلو خلكو يا د نورو د روغتيا غم اخيستي دي، بلكي دا ټول د دې لپاره دي چي د دوى مادي ګټي په خوندي او شومي موخي په تر سره سي. كه نه كه په رشتيا د هغو سره د خپلو خلكو او بشريت  څه پروا واى نو خپل خلك به يې په عراق او افغانستان كي په مسلمانانو نه وژلاى او په عراق، فلسطين، افغانستان او نورو ځايونو كي به يې د مسلمانانو پر وژلو او د هغو د هيوادونو پر ورانولو دا دومره ستر لګښتونه  نه كولاى.

کفارو په تېره امريکايي طاغوتانو چي د ترياکو پر ضد دا دومره های او هوی جوړ کړی دی دا د دې لپاره نه دی چي د خپلو يا نورو خلکو د لېونتوب يا ناروغۍ غم ورسره دی، بلکي دا هرڅه درواغجن تبليغات د دې لپاره کوي چي د دې توکي د سوداګرۍ انحصار د دوی په لاس کي اوسي او نور سوداګر دا کار ونه کړي او د دوی بازار ور خراب نه کړي. دوی زياتره په دې تبليغاتو سره داسي شرايط رامنځ ته کوي چي د ترياکو له توليدوونکو هیوادونو څخه اروپايي او نورو هيوادونو ته د ترياکو په صادرولو کي ځنډ يا مشکلات راسي، په توليدوونکو هيوادونو کي ترياک ارزانه سي او په اروپايي هيوادونو کي شارټ او ګران سي او د کفري هيوادونو د ترياکو اصلي کاروباريان، حکومتي قاچاقبر، سی. آی. اې او نور چي د دې توکو د سوداګرۍ انحصار يې په لاس کي اخيستی دغه توکي په توليدوونکو هیوادونو کي ارزانه او په ناچيزه بيه په لاس راوړي او په خپلو ملکونو کي يې د شارټېدو او هغو ته د تقاضا د زياتېدو پرمهال په تاوده بازار کي د خپلي خوښي سره سم وپلوري. په دې توګه د ټولو مخدرو موادو او يا سلنه ګټه د امريکا او اروپا د حکومتونو سره تړلو کاروباريانو ته، دېرش سلنه ګټه يې کښتګرو او کورنیو قاچاقبرو ته رسيږي او د دغو توکو د استعمال له امله افلاس، مرګ ، لېونتوب او ډول ډول عذابونه او ناروغۍ يې په مستقيمه توګه زموږ د هيواد او نورو هیوادونو هغو ناپوهو وګړو ته رسيږي چي په دغو موادو روږديږي او په نامستقيمه توګه يې ډول ډول ضررونه د ټولني ټولو افرادو ته رسيږي. په دې اړه حقايق دغه دي

وما علينا الا البلاغ.   

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x