افغانستان

اسد وحیدي: په سردار محمد داود خان روغتون برید د بلک واټر کار و «ويډيو»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ وری، ۱۳۹۶ل): وتلی ژورنالېست اسد وحیدي وايي چې په کابل کې د وزیر محمد داوود خان په روغتون په برید کې د سي ای اې او بلک واټر لاس و.

د کابل پوهنتون استاد او د سرنوشت ورځپاڼې مسوول مدیر اسد وحیدي چې له اریانا نیوز سره یې په (پس از خبر) خپرونه کې خبرې کولې وویل چې د سردار محمد داود خان پر روغتون په برید کې د سي ای اې او بلک واټر لاس و. اسد وحیدي په دې اړه وویل: (( دغه برید د امریکايي استخباراتو او بلک واټر له خوا شوی. ناشونې ده چې د امریکا د سفارت له خوښې پرته د دوی په څنګ کې داسې برید وشي.))

اسد وحیدي دغه راز وویل چې په وزیر اکبرخان سیمه کې د بهرنیانو ګڼ داسې دفترونه شته چې هېڅوک نه پوهیږي د دوی دنده څه ده او څه کوي. نوموړي زیاته کړه: (( روغتون ته نږدې د بلک واټر دفتر دی، سي ای اې او نور استخبارت په وزیر اکبرخان او ګڼو نورو سیمو کې دفترونه لري او ازاد فعالیت کوي.))

له اسد وحیدي چې کله پوښتنه وشوه چې وسلې به څنګه دغه روغتون ته ننوتلې وي، هغه وویل: (( ساده ده، د ډرون په وسیله، د ډرون په وسیله هر ځای ته په اسانۍ وسلې او نور تجهیزات لېږل کیدای شي. بیا چې کله هدف د څنګ یا نږدې کور وي، دا کار بیخي اسانه دی.))

نوموړي زیاته کړه چې په دغه بریدونو کې باید عادي افغان ځواکونه او یا وسله وال مخالفین پړه ونه بلل شي، بلکې دغه ډول بریدونه د پېچلو استخباراتي کړیو کار دی.

اسد وحیدي وویل چې له داعش څخه هم یوازې د وسیلې په توګه کار اخلي، خو دغه ډول بریدونه د بلک واټر او امریکايي استخباراتو کار دی.

د نورو جزیاتو لپاره دغه لاندې ویډیو کتلی شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x