نړۍ

د بشري حقوقو نړیوال سازمان: شارون باید محاکمه شوی وای

د بشر د حقوقو نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) ویلي چې د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر له محاکمې وړاندې مړ شو.

دغه سازمان وايي چې ایریل شارون په ۱۹۸۲م کال کې د زرهاوو فلسطیني او لبناني ملکي وګړو په قتل عام کې لاس درلود.

نوموړي سازمان ویلي چې شارون په یو لړ نورو جنایتونو هم ککړ وه چې یو له هغو د فلسطین په مستعمره شوې خاوره کې د اسرائیلي استوګنځایونو جوړول وه. د دغه سازمان په وینا، نوموړی باید د یو جنګي مجرم په توګه محاکمه شوی وای.

د بشر حقوقو د څار په سازمان کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څانګې مشره (ساره لیا ویتسن) وايي:

(دا ډیره د خواشینۍ خبره ده چې شارون په داسې حال کې قبر ته ورځي چې د صبرا او شاتیلا د قتل عام او داسې نورو جنایتونو په وجه محاکمې ته نه دی حاضر شوی).

نوموړې زیاته کړه: (شارون په ۱۹۹۸۲ کال د اسرائیلو د دفاع په حیث د هغه اسرائیلي پوځ مسئولیت په غاړه لري چې د صبرا او شاتیلا سیمه ئې تر واک لاندې وه، هغه کمیسون چې اسرائیلو د تحقیقاتو لپاره ټاکلی وه د خپلو پلټنو په پایله کې موندلې چې شارون په شخصي توګه د قتل عام مسئول دی، ځکه چې نوموړي دا پریکړه کړې وه چې د سپتمبر له ۱۶ څخه تر ۱۸ پورې د فلانژ لبناني ډلې سرتیري د صبرا او شاتیلا پنډغالو ته واستوي، حال دا چې دا ویره وه چې دا ډله به هلته عام وګړي ووژني).

د بشر حقوقو د څار سازمان وايي چې ایریل شارون له ډیره وخته په غزه او د فلسطین په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د غیر قانوني استوګنځایونو د رغولو لپاره هلې ځلې کولې.

دغه سازمان څرګنده کړې چې د شارون د لومړي وزارت په وخت کې ۱۴۳۰ ملکي وګړي شهیدان شوي، دغه راز اسرائیلي ځواکونو په لویدیځه غاړه او غزه کې د ملکي خلکو په سلګونو کورونه ویجاړ کړي دي.

د بشر حقوقو د څار سازمان زیاتوي:

(له محاکمې پرته د شارون مړینه د هغو زرګونو کسانو د غم کچه لوړوي کوم چې د نوموړي د جنګي جنایتونو قربانیان دي).

باید وویل شي چې په اسلامي هیوادونو کې متحده عرب امارات یوازینی هغه هیواد وه چې د ایریل شارون په مړینه ئې غمرازي څرګنده کړې وه، په داسې حال کې چې اروپايي پارلمان هغه غوښتنه رد کړه چې باید د شارون په ویر یوه دقیقه چوپتیا غوره کړي.کله چې په اروپايي پارلمان کې دغه غوښتنه راپورته شوه د چیک جمهوریت استازي (ریچارډ فالبر) ئې په کلکه مخالفت وکړ او ویې ویل: (مونږ د شارون په مړینه یوه دقیقه چوپتیا نه اختیاروو، دا هغه څوک دی چې د لسګونه زره فلسطینیانو د وژنې مسئولیت په غاړه لري).

د اروپايي پارلمان رئیس (مارتن چولتز) ئې هم دغه خبره تایید کړه او ویې ویل: (په اروپايي پارلمان کې د شارون په مړینه یوې دقیقې چوپتیا ته اجازه نه شته).

د یادونې وړ ده چې د شارون په جنازه کې د نړۍ د توقع خلاف ډیرو لږو کسانو ګډون کړی وه. د یوې اسرائیلۍ ورځپاڼې (معاریف) په وینا، د شارون په جنازه کې د ګډون کوونکو شمیر په لسګونو وه، له همدې کبله د جنازې سنبالوونکې کمیټه اړ شوه چې په سیمه کې نندارچیانو او کاریګرو ته په جنازه کې د ګډون بلنه ورکړي.

د کتونکو په اند د ایریل شارون په مړینه د اسرائیلیانو او نړیوالو غبرګونونه ددې نخښه بلل کیږي چې نوموړي د هغو جنګي جنایتونو له امله چې د فلسطیني مسلمانانو په حق کې ئې ترسره کړي، نه په خپل ولس کې محبوبیت درلود او نه ئې په نړیواله کچه خواخوږي درلودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x