
۵۶ کلنه دوره
حامد افغان
(۱) څلور کلنۍ کې : پلار مې تر ټولو غوره انسان دی
(۲) شپږ کلنۍ کې: پلار مې ټول خلک پېژني
(۳) لس کلنۍ کې: پلار مې ډېر ښه دی، خو ژر غوسه کيږي
(۴) دولس کلنۍ کې: چې ماشوم وم پلار مې ډېر نرم او مهربانه و
(۵) څوارلس کلني کې: پلار مې تېز او حساس دی
(۶) شپاړلس کلنۍ کې: پلار مې د موجوده زمانې خلکو سره چلند نه شي کولی
(۷) اتلس کلنۍ کې: هره ورځ چې ګورم د پلار مې سختي زیاتیږي
(۸) دوه ويشت کلنۍ کې: پلار سره مې ژوند تیرول سخت دي، نه پوهیږم مور مې څنګه وخت ورسره تېروه!
(۹) پنځه ويشت کلني کې: پلار مې په هر شي خامخا نیوکه کوي
(۱۰) دېرش کلنۍ کې : پلار سره مې ګذاره سخته ده، ده سره به ځواني کې خپل پلار څومره ستړی و!
(۱۱) څلوېښت کلنۍ کې: زه مې پلار په دې ژوند کې د مختلفو تربیوي اصولو په رڼا کې روزلی یم، زه به هم خپل اولاد هماغسي روزم
(۱۲) پنځه څلوېښت کلنۍ کې: زه هک حیران یم، موږ ټول زموږ پلار څنګه روزلو!
(۱۳) پنځوس کلنۍ کې: د ماشومانو روزنه بیخي سخته ده، زموږ روزنه او ساتنه کې به زموږ پلار څومره سختۍ او ستونزې ګاللې وي
(۱۴) پنځه پنځوس کلنۍ کې: زموږ پلار د ډېر ژور فکر خاوند و، هغه موږ ته خورا ښه روزنه راکوله او هغه ډېر پوهه او نرم انسان و
(۱۵) شپېته کلنۍ کې: زما پلار تر ټولو غوره انسان و !!!
دا د “پلار” په اړه د ژوند مختلفو پړاوونو کې د “زوی” څرګندوني دي، دا ۵۶ کلنه اوږده دوره به وهو، له هغه وروسته مو ایله ماغزه کار وکړي او هماغه د څلور کلنۍ خبره بیرته تکرار کړو چې: پلار مې تر ټولو غوره دی! همدا د ډېرو زامنو د ژوند کره او پخه تجربه ده، نو باید مور او پلار سره د وخت له تېریدلو مخکي ښه او غوره چلند وکړو.
قرانکریم وایي: او ستا رب پرېکړه کړېده چي: تاسي د الله پرته بل د هیچا عبادت مه کوئ. له مور او پلار سره ښه چلند وکړئ. كه ستا سره له هغو څخه يو يا دواړه زړښت ته ورسیږي، نو هغو ته اُف قدري مه وايه. مه هغو ته په تور بريښ ځواب وركوه، بلکي له هغو سره په درناوي خبري كوه.
وَقَضٰى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوٓا إِلَّآ إِيَّاهُ وَبِالْوٰلِدَيْنِ إِحْسٰنًا ۚ إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَآ أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا. [سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 23]
افغان صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ! له شپیتو می عمر اوشتی ستا سی د لیکنی ټولی عملی بڼه کی یا راباندی تیری شوی یا می لیدلی او اوریدلی دی، تاسی نام خدا ښه څیړنه کړی زما ډیره خوښه شوه . الله ج دی اجرونه درکړی . ستاسی دا څیړنه هم به یوه اسلامی تولنه او تقریباْ شو مسلمانانو تر منځ معلومیږی که چیری د بدو او به ځانګړی ډول کفری نړی کی وګوری هلته تر ۱۸ کلنۍ وروسته د مور او بلار او اولاد د غه اړیکی د پای ټکی مومی هلته مور او پلار د دوی… نور لوستل »
الحاج استاد بیانزی صاحب ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته خو ته چه هرسوک ی زموژ دینی اوباعزته اوبزگوارامبارزوروموی ستاتبسیری چه زه کله کله گورم په دغه صفحه باندی لکه روژه دار تنده می ماته شی خدای تعالا.ج.دتاته ددوارودارینواجردرکری آمین یارالعالمین خوچه داستاتبسری چه زه کله وه وینم نو دپخوانیو مجاهیدینو وخت رایادشی خواوس دافغانستان مظلوم ملت دداسی حالات مخ دی چه دیوخوافقردی ده بلی خوابی اتفاقی ده اودبلی خوا دسلیب یانو لشکرکشی دی .خدای تعالا.ج.دزموژ په حال رحم وکری.وسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته .
صالحی صاحب وعلیکم السلام ! زه هغه نه یم څومره چه ستاسی ستاینه او د اسلامی ورورولۍ پیرزونه ده الله چ دی اجرونه درکړی . ستاسی خبره سمه ده مونږ هم د پخوانو مجاهدینو متاسفانه غړیتوب درلود خو هغوی چه ټوپک یی په غاړه او خپل سرونه یی په لاسو کی نیولی وو د روسانو او کمونستانو مقابل کی پوره لس کاله وجنګیدل مونږ یی هم د یوی ذری په کچه ویاړنه ترلاسه کړی الله ج ته دی دمنلو وړ وګرځی ، که کړنه مو ډیره کمه مګر نیت مو رښتونی وو . د هغو پلورل شوو تش په نامه… نور لوستل »