افغانستان

هملند: مارجه کې يو تنکی ځوان وژل شوی

د هلمند ولایت چارواکي وايي چې پرون د جمعې په ورځ په هلمند کې يو شپاړس کلن تنکی ځوان د ناپيژاندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی. د هلمند ولایت وياند عمر ځواک وايي چې دغه تنکی ځوان په مارجه ولسوالۍ کې وژل شوی او دوی د پيښې د پلټنې په موخه سیمې ته يو پلاوی ليږلی دی. د مارجې ولسوالۍ ځينې اوسیدونکي وايي چې دغه ځوان د سیميزو اربکیانو لخوا وژل شوی دی. پرون په هلمند کې د نیویارک ټایمز يو خبریال هم د نامعلومو وسلوالو لخوا وژل شوی و. له هغې دوه ورځې مخکې يو بل نهه کلن ماشوم هم په هلمند کې د پولیسو لخوا وژل شوی و. د یادونې وړ ده چې پرون د جمعې په ورځ ولسمشر کرزي په يوه اعلاميه کې ويلي و چې په هيواد کې مرموز تروریستي بریدونه پیل شوي او زیاته کړې يې وه چې دا ډول فشارونه به زموږ پر ولس هيڅ اغیز ونه کړي او هيڅکله به د هيواد او ولس له ګټو وروسته نشو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x