نظــر

اسلامي نړۍ ولې خپل ګټلی عزمت بایلود!؟

محمد عمر حماد

د اسلامي نړۍ دښمنانو(کفارو) هغه دوه ستر عوامل درک او وپېژندل چې له کبله یې کولای شول پر مسلمه امت باندې غالب او هغوي(مسلمانانو) ته ماتې ورکړي، هغه دوه ستر عوامل عبارت دي له:

۱ ـ د مسلمانانو فکر او ذهن له قرآن او قرآني احکامو څخه غافل کول.
۲ ـ د مسلمانانو منځ کې تفرقه او جدائي راوستل.

زه د خپلې مدعا د اثبات لپاره لاندې قرآني آیت وړاندې کوم:

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ـ آل عمران۱۰۳

ژباړه: ټول يو ځاى شئ، د الله رسۍ كلكه ونيسئ او تيت و پرك کېږئ مه.

پورتني آیت شریف کې الله تعالی ټول مسلمه امت ته د دوه اساسي خبرو حکم کړی دی، لمړۍ دا چې د الله تعالی په محکمې رسۍ(قرآن) باندې منګولې خښې کړئ، دوهم هغه یې له خپل منځي اختلافاتو څخه مخ اړول دي.

ـ خو بدبختانه چې د اسلام دښمنانو تر وروستي بریده کوښښ وکړ او لا یې هم کوي چې مسلمه امت د مختلفو شیطاني او دجالي دسایسو پر مټ له قرآن او قرآني احکامو څخه غافل او بې پروا کا، او د ژبنیو، نژادي، سمتي، مذهبي او قومي تعصباتو په وسیله یې په خپل منځي اختلافاتو کې ښکېل کړي.

ـ مسلمه امت که غواړي چې یو ځل بیا خپل بایللی عزمت وګټي او یو ځل بیا د نړیوال اسلامي قیادت څښتنان شي نو باید پورته دوه مهم قرآني اصول پر ځانونو تطبیق کا، یعنې پر قرآن منګولې ولګوي، احکام یې تطبیق کا او له امت ټوټه کونکو خپل منځي اختلافاتو څخه لاس واخلي.

ـ پورته ارمان ته رسېدل ستره قرباني او سپېڅلې مبارزې ته اړتیا لري، داسې اسلامي مبارزه چې له الهي وحې څخه خړوبیږي او د رسول صلی الله علیه وسلم پر منهج برابره وي.

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِينُ

ــــــــــ
#د نړیوال او خپلواک اسلامي قیادت پر هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

جزاک الله خیرا
دیر ښه په ځای او آسانه او مختصر طریقه شته خو که مسلمانان قرآن باندی عمل وکړی بیا تول جنجالونه ختم خو چی نکوی په دنیا او آخرت کی تر ذلته به لا ذلت سره مخ شی او بیا به پیښیمانی هم ګته نکوی

عبدالواحد اڅګزۍ

ګرانه وروره حمادصاحب اسلام اعلیکم که زمادامنی ټکۍ په ټکی پښتو قرآن رانیسه هرڅه نوره مطالعه پریږده فقط هم دغه قرآن وایه هرچیری چه اوامر وی لیکه یی دځانه سره دیاداښت په شکل اسلام کفارواوملحدینو دخلفاووله وخته خراب کړۍ دی په دین کی مذهبونه جوړکړل لکه شیعه اوسنی اوداسی نوری ډیری ډلی په قرآن کی ورته مشرک وایی: ۳(آل عمران وعتصمو…آیات ۱۰۳،۱۰۵،—-سوره ۳۰(الروم آیات۳۱-۳۲وه وایه چه وایی :معنی :رجوع کونکی دده طرف ته اوویریږۍ له ده نه اوقایم کړۍ لمونځ اومه کیږۍ تاسو له شرک کوونکونه چه ټوټی ټوټی یی کۍ خپل دین اوډلی ډلی سول اوهره ډله په هغه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x