نړۍ

په چیچنیا کې شپږ روسي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): د روسانو تر اشغال لاندي چیچنیا هیواد کې تېره ورځ بریدګرو پر یوه پوځي قرارګاه برید کړی چې له امله یې د ځايي چارواکو په وینا ۶ تنه روسي عسکر وژل شوي دي.

د روسیې د نیشنل ګارډ په نامه پوځ چې تېر کال یې تشکیل د سرحداتو د خوندي کولو او سخت دریځو سره د جګړې لپاره جوړ شوی، مشري يې په مستقیمه توګه د روسیې ولسمشر «پوتین» کوي.

د راپورونو سره سم دغه پوځ د چیچنیا په شمول د ځینو نورو سرحداتو ساتنه هم کوي.

د نیشنل ګارډ په نامه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې یو شمېر وسلوالو د ګردونو څخه په استفادې د شپې پر دوه نیمو بجو هڅه وکړه تر څو د دوی قرارګا ته ننوځي خو د یو شمېر پوځیانو سره مخ شوه او د جګړې په ترڅ کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته. په اعلامیه کې ویل شوي چې بریدګر ۶ تنه وه.

په چیچنیا کې له هغه وروسته چې روسي ځواکونو یو ځل بیا دغه هیواد باندي یرغل وکړ، د ځايي اوسیدونکو له لوري وسلوال مقاومت روان دی چې له امله یې وخت نا وخته ورته پيښي را منځته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x