fbpx

امریکايي څېړونکی: افغانستان دي افغانانو ته پرېښودل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): د امریکا د نیشنل انټرسټ په نامه ورځپاڼه کې د «پاول آر پيلر» په نامه لیکوال د امریکا نوي ادارې ته په افغانستان کې د روسي ځواکونو ماتې ور په یاد کړې او ویلي چې دغه اوږده جګړه نوره د ګټلو نه ده.

نوموړی ویلي چې اوس هم یو شمېر امریکايي سناتوران د نورو ځواکونو پر لېږلو ټینګار کوي، په داسي وخت کې چې همدا جګړه د اوباما په وخت کې تر سل زره زیاتو امریکايي عسکرو ونه ګټلای شوه.

نوموړی وایی چې افغانانو تل د بهرنیو ځواکونو سره مزاحمت ښودلی او د وسلوال مقاومت لاره یې خپله کړې، ځکه باید داسي فکر ونه کړه شي چې تر څو امریکا په افغانستان کې موجوده وي، افغانان به ارام کښيني.

لیکوال کاږي چې روسیې په افغانستان کې نهه کاله او پنځوس ورځي وروسته پوهه شول چې ماته یې خوړلې باید دغه هیواد نور پریږدي، خو امریکا تر پنځلس کاله وروسته هم ضد کوي.

او زیاتوي چې د افغانستان د جګړې موده د درو امریکايي ولسمشرانو، دوه افغاني ولسمشرانو او تر حساب تېر پوځي جنرالانو پوري وغځېده، خو لا هم د جګړې پای نه ښکاري.

نوموړی وایی چې افغانستان د امپراطوریو په هدېرې پيژندل کیږي، ددې تر مخه چې د امریکا مړی په کښي خښ کړل شي، ژر تر ژره دي له افغانستانه پښې سپکي کړي او افغانستان دي افغانانو ته پرېږدي.

او زیاتوي: افغانستان د افغانانو دی، باید د امریکا ونه بلل شي او نه باید نور مصارف او قیمتي عسکر په کښي له لاسه ورکړل شي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د امریکايي څیړونکو او فکري بنسټونو له لوري نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته همدا رایه ورکول کیږي چې له افغانستان څخه نور خپل پوځونه وباسي او د جګړې د حل لپاره یوه سوله ایزه لاره ولټوي.

* ليكوال پاول آر پیلر (Paul R. Pillar) په امنیتي او استراتیژیکو چارو کې د امریکايي پوهنتون (جورج ټاون) مشر څېړونکی او لیکوال دی، نوموړی د امریکا په سیاست جوړونکې اونیزې مجلې «فارن پالیسي» کې هم مشر څېړونکی او لیکوال دی، او ګڼو نورو غیر دولتي څیړنیزو مرکزونو کې غړی او ورځپانو ته لیکل کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

که امریکاغواړی له افغانانوسره دوستی وساتی په امن دی وطالبانوته حکومت ور وسفاری اود دغه ۱۶کالووافغانستان ته دراغلوکومکو غله(لکه کرزۍ اوحکومت یی ،اشرفغنی اوحکومت یی)دمحاصبی دپاره ور تسلیم کی پناه دی نه ور کوی موږ د دنیاڅخه دنور کومک غوښتونکی نه یو ،اود دنیا دتیروکومکو شکر ګذاره یو موږ خپله حاصل خیزه ملک اومعدنونه لرو اوپاک اوسپیڅلی افراد دحکومت کولولرو – فقط چه له دی غلو اوبیرحمانوخلاص سو موږبه خپل رب ته ټول دتوبی د شکر سجدی وکو.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ