افغانستان

کرزی: له امنيته پرته امنيتي سند د کندومک تړون دی

ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې خبریالانو سره په خپلو خبرو کې يو ځل بیا ټينګار وکړ چې که امنيتي تړون د امنيت او سوکالۍ لامل نشي، پایلې به يې د کندومک او ډیورند تړونونو په څېر وي. کرزي زیاته کړه چې د امريکا او نړيوالو فشارونه نشي کولی چې موږ دېته اړ کړي چې له خپلو شرایطو پرته دغه سند لاسلیک کړو. کرزي و ويل چې په افغانستان کې د سولې کلي د پاکستان او امريکا سره ده او ده تر اوسه د سولې په اړه له امريکا کومه رښتينې هڅه او هاند نه دی لیدلی. ولسمشر و ويل چې که امريکا زموږ شرطونو ته ژمنه نه وي نو موږ هيڅکله نشو کولی دوی سره دا تړون لاسلیک کړو. کرزي په خپلو خبرو کې د افغانانو صداقت او د امريکا بې پرواهي ته په اشاره و ويل چې افغانانو تل له امريکا سره صادقانه دوستي کړې، ولې امريکا تل له موږ سره د يو رقیب په څېر چلند کوي. ولسمشر کرزي زیاته کړه چې يو شمېر رسنۍ د پيسو په مقابل کې د امنيتي تړون لپاره پروپاګند کوي او د خپلو خلکو اذهانو ته داسې خبرې ور اچوي تر څو هغوی له يو لړ ذهني کشمکش سره مخ کړي. دوی باید د خپلو خلکو له ذهني ځورولو لاس واخلي او خپل تبلیغات د ولس او ملت د ګټو لپاره ځانګړي کړي. کرزي و ويل چې د بګرام زندان د طالب جوړونې يوه فابریکه ده، ځکه چې امريکايان پکې بې ګناه افغانان بندیانوي او د هغو په زړونو کې د حکومت پر خلاف کرکه اونفرت پيدا کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x